افرسیاب خټک: د افغانستان زاړه دښمنان په نوې جامه کې د افغانانو خوښۍ له منځه وړي

 

تاند، سه شنبه، د اسد ۲۸مه: د اسد ۲۸ مه، هغه ورځ چې په ټول افغانستان کې د خپلواکۍ د بېرته ګټلو ۱۰۱ کلیزه لمانځل کېږي، هم مهال د کابل ښار په ځینو سیمو راکیټي بریدونه شوي دي.

په پاکستان کې د عوامي نېشنل ګوند پخواني مشر او د پښتنو د حقونو فعال افرسیاب خټک په یوه ټويټ کې افغانانو ته د افغانستان د ازادۍ د بېرته ګټلو د ۱۰۱ کلیزې مبارکي ویلې ده او زیاته کړې یې ده: «د ستر امان الله خان نوم به تلپاتې وی.»

ښاغلي خټک په کابل کې د نن ورځې بریدونو ته په اشارې ویلي، د افغانستان زاړه دښمنان په نوې جامه کې د افغانانو خوښۍ له منځه وړي.

هغه د یوې پوښتنې په کولو سره ویلي: « ترهګرو ته راکتونه څوک ورکوی چه داستقلال د جشن په ورځ یې په کابل ګوزار کړی؟»

‏افرسیاب خټک له افغانانو غوښتي چې یو موټی شي او د استقلال د ساتلو مبارزه روانه وساتي.

د دغو بریدونو په هکله د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وايي، پر کابل ښار له بېلا بېلو خواوو څوارلس راکټونه توغول شوي دي.

ښاغلی آرین وايي، نن سهار ۹:۳۰ بجې د کابل ښار د لومړۍ، دویمې، لسمې او شپاړسمې حوزې په مربوطاتو کې راکیټي بریدونه د عامو خلکو پر کورونو لګېدلي چې د ۴ ماشومانو او یوې مېرمنې په ګډون پکې لس کسان ټپيان شوي دي.

د یادو بریدونو له امله د ځاني زیانونو سربېره عامو خلکو ته مالي زیانونه هم اوښتي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي پولیسو ددې بریدونو په تړاو په ۱۷ حوزه کې دوه کسان نیولي چې اوسمهال ترې پوښتنې رواني دي.

تر اوسه د دغو بریدونو مسؤلیت کوم چا یا وسله والې ډلې نه دی منلی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.