اصف: جلال‎اباد کې د وسلو نیول شوې زیرمه ښوونځي پورې تړاو نلري

 

دآزادی راډیو

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، دوه اوونۍ وړاندې د ملي امنیت عمومي ریاست د جلال‎اباد ښار په دویمه ناحیه کې په یوه شخصي ښوونځي کې د وسلو زیرمه کشف او په تور يې دوه تنه نیول شوي دي.

د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼي د دې ښوونځي د مالک په اړه له یاد ښوونځي څخه څه باندې یو لک ډالر او دارنګه سپکې او درنې وسلې وړل شوي دي.
نوموړی وايي:

“د ملي امنیت عمومي ریاست چې جلال‎اباد کې یو خصوصي ښوونځي کشف کړی و عمليات يې پرې کړي دې ښوونځي نه یې درنې او سپکې وسلې وړي او په تور يې دوه تنه نیولي او دارنګه له دې ښوونځي نه ۱۱۰ زره امریکايي ډالر هم وړي دي.”

خو په ورته وخت کې د دې ولایت د معارف ریاست مسؤلین وايي، نيول شوي وسلې او مهمات د ښوونځي پورې تړاو نه‎لري.

د معارف رياست وياند محمد اصف شينواری وايي، د افغان نړیوال ښوونځي مؤسس د نارنج باغ سیمه کې لویه ودانۍ لري چې د دې ودانۍ نیمه برخه ښوونځي ته وقف کړې او بله برخه کې دی خپله استوګن دی چې د تګ راتګ لاره له ښوونځي څخه جلا ده.

شينواری وايي، دغه نیول شوې وسلې هم د دې کس د استوګنې په ځای کې نیول شوي او په خبره يې یاد کس امنيتي کمپنۍ هم لري.

نوموړی وايي:

“دغه مسئله اصلاً ښوونځي پورې هېڅ تړاو نه‎لري د دې ښوونځي مؤسس یو امنيتي کمپنۍ لري دا خصوصي ښوونځی هم د ده د پانګونې په پایله کې جوړ شوی او په کومه ودانۍ کې چې ښوونځی دی هغه ډېره لویه ودانۍ ده چې یوه برخه کې دې مؤسس ځان ته کاري دفتر جوړ کړی او لاره يې هم جلا ده دا چې ويل کېږي چې له ښوونځي نه وسلې وړل شوي دا کاملاً غلطه ده، ښوونځي پورې تړاو نه‎لري او د معارف ریاست هم دا په کلکه ردوي.”

د افغان نړیوال ښوونځي مدیر فریدالله اشنا هم وايي، نیول شوې وسلې د دوی ښوونځي پورې تړاو نه‎لري.

دی وايي، کله چې عمليات وشول د ښوونځي مؤسس يې له ځانه سره وړې او وسلې هم د مؤسس د استوګنې له ځایه وړل شوي دي.

ښاغلي اشنا زیاته کړه:
“ښوونځی برحاله دی، څنګه چې مخکې روان و هماغسې روان دی د پخوا په شان تدریس جریان لري، د مؤسس خپل شخصي کار يې دی، دولت کې وظیفه لري دولت يې پيژني دا مسئله د ښوونځي پورې اړه نه‎لري.”

نوموړی وايي، دغه ښوونځی له تېرو پینځو کالو راهیسې فعالیت کوي او د معارف وزارت ورته د فعالیت اجازه ورکړې.

د دې ښوونځي شاوخوا استوګن خلک وايي، دوی د عملياتو د ترسره کېدو په سبا خبر شوېي چې له دې ځایه وسلې نيول شوي دي.

دوی وايي، کله چې په دې ښوونځي عمليات ترسره کيدل ډزې هم شوي چې د خلکو په خبره یو تن ډریور په کې وژل شوی هم دی.

څو تنو یې ازادي راډیو ته وویل:

“سیدعمر: موږ خو په هغه سهار دومره خبر شو چې ملي امنیت راغلی و، چاپه يې اچولې وه او دې ځای نه يې وسلې وړي او یو کس هم په کې ویشتل شوی دی چې عزیز نومېده او ډریور و.

عمران: موږ هم دومره خبر شو چې دې ښوونځي نه وسلې وړي نور معلومات موږ ته نشته او ښوونځي خو اوس هم فعاله دی د پخوا په شان.”

د افغان نړیوال ښوونځي مسؤلین وايي، کله چې امنيتي ځواکونو د شپې له‎خوا پر دې ښوونځي چاپه واچوله او عمليات يې ترسره کول د دې ودانۍ ساتوونکو د غلو ګمان کړی و او پرې ډزې یې کړې وې.

دوی وايي، د امنيتي ځواکونو له‎خوا متقابل ډزو کې د دوی یو تن ډریور هم وژل شوی دی.

ځينو باوري سرچينو ازادي راډيو ته ويلي، دغه نیول شوي وسلې د امنيتي کمپنۍ پورې تړاو لري چې په وینا يې په دې کمپنۍ کې ورسره د حکومت لوړپوړي چارواکي هم شریک دي.

یاده سرچينه وايي، له دې وسلو څخه چارواکي له ډېر وخته خبر و خو دا چې ولې مخکې په دې زيرمه عمليات نه کېده معلومه نه‎ده.

ولايتي چارواکي وايي، په همدې تړاو څېړنې روانې دي تر اوسه څرګنده نه‎ده چې دا وسلې د حکومت سره راجسټر شوي وې او که د کوم برید له پاره زیرمه شوي وې؟

شاه محمود شینواری

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.