اشرف غني: له فساد سره مبارزه کې اجماع مهمه ده

دآزادی راډیو

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی وایی، په تېرو دورو کې له فساد سره د مبارزې په برخه کې د اجماع نشتوالی جدي ستونزه وه.

ښاغلي غني د یکشنبه په ورځ له اداري فساد سره د مبارزې په کلني کنفرانس کې وویل چې د فساد د جرړو د ایستلو لپاره عمومي ژمنه ډېره مهمه ده.

په افغانستان کې اداري فساد هغه پدیده ده چې له امله یې لاهم پرحکومت انتقادونه کیږي او د افغانستان نوم ته یې په نړیواله کچه ډیر زیان اړولي دی.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم اداري فساد جدي ستونزه بولی او وایی چې په تېرو دورو کې د دې پدیدې پرضد د مبارزې په برخه کې اجماع نه وه موجوده.

ښاغلي غني د یکشنبې په ورځ (قوس/لیندۍ ۲۴مه) له اداري فساد سره د مبارزې په کلنۍ ملي غونډه کې وویل چې له فساد سره د مبارزې لپاره د قانون حاکمیت اړین دی او په دې هکله هرډول منفي مداخله باید جرم وبلل شي.

“مونږ په تېرو دورو کې له فساد سره د مبارزې لپاره اجماع نه درلوده او له اجماع پرته په دې برخه کې چټک اقدامات ستونزمن وي. مونږ له فساد سره د مبارزې په برخه کې ګډې ژمنې ته اړتیا لرو او د قانون حاکمیت په دې اړه ترټولو مهم دی. د قانون په حاکمیت کې هرډول منفي مداخله د هر چارواکي له لوري چې وي باید جرم وګڼل شي.”

ولسمشرغني څرګنده کړه چې د اداري فساد د جرړو د ایستلو لپاره باید مدیریت پیاوړی شي او د نورو اړینو اقداماتو ترڅنګ په دولتي ادارو کې د ټکنالوژۍ واحد سیسټم عملي شي.

ښاغلی غنی وایی چې د نورو برخو ترڅنګ په عایداتي څانګو کې ډېر فساد موجود دی او د غیرقانوني مداخلو له امله لا هم نیمایی عواید حیف و میل کیږي.

خو ښاغلی غني چې په تېرو پنځو کلونو کې د فساد په وړاندې د مبارزې په برخه کې د پام وړ اقداماتو خبره هم کوي ه.

دی وایی چې سیسټمونه اصلاح شوي، قوانین رامنځته شوي، تر ډېره بریده په ملکي او امنیتي برخو کې د خیالي کارکوونکو مخه نیول شوې، لسګونه لوړ رتبه چارواکي چې په فساد کې ښکېل وو مجازات شوي او د استخدام پروسه شفافه شوې ده.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس وایی چې لاهم په دې هېواد کې اداري فساد د ټولو لپاره جدي موضوع او د پرمختګونو پر وړاندې ستر خنډ دی.

ښاغلي بس هم چې دې غونډه کې یې ګډون کړی و وویل چې اداري فساد له افغانستان سره نړیوالې مرستې اغیزمنې کړي او دا پدیده لامل شوې چې د مرستو د پام وړ برخه شخصي جیبونو ته ولاړه شي.

په همدې حال کې له فساد سره د مبارزې یو تن فعال ارشاد احرار وایي، په تېرو پنځو کلونو کې د فساد پرضد د مبارزې په برخه کې یو لړ مهم او ګټور اقدامات شوي خو دی وایي چې لاهم په ځینو برخو کې پراخ فساد شته.

“تراوسه هم له اداري فساد سره هغه مبارزه چې لازمه ده نه ده شوې. لا تراوسه هم په مالي برخوکې فساد شته، مافیایی کړۍ او شبکې فعالیت لري او یوشمیر چارواکي په کې دخیل دي، په تېره په ګمرکاتو او مالي برخو کې ډېر فساد موجود دی.”

خو د افغانستان حکومت وایی چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې هغه ۱۰۲ شاخصونه چې له نړیوالو سره یې د عملي کولو ژمنه شوې وه ۸۲ یې عملي شوي او د نورو د تطبیق لپاره یې هم هلې ځلې روانې دي.

ولسمشرغني هم ټینګار کوي چې د اداري فساد سره د مبارزې د لا اغیزمنتیا لپاره د موازي او غیرموثرو ادارو مخنیوی اړین دی او د هغو پیسو په اړه دې هم باید حساب ورکړل شي چې د ځینو نړیوالو ادارو له خوا په افغانستان کې لګول کیږي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.