اشرف غني: د سولې برخه کې تدبیر او حوصلې ته اړتیا ده

دآزادی راډیو

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي د سولې په برخه کې تدبیر او حوصلې ته اړتیا ده.

ښاغلي غني نن د عبدالعلي مزاري د ۲۵م تلین په مناسبت په یو وېډیو پیغام کې ویلي دي سولې پروسه اوږده ده، خو په دې اړه افغان حکومت جدي دی او دا يې له لومړیتوبونو څخه ده.

هغه خلکو ته ډاډ ورکړ چې د سولې خبرې به په بشپړ شفافیت ترسره شي او د حکومت مرکچي‌ پلاوی به له طالبانو سره خبرې پیل کړي.
ښاغلي غني دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې د امریکا-طالبانو د سولې تړون په اساس د مارچ ۱۰مه د سولې د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل نېټه ټاکل شوې وه، خو لا هم دا خبرې نه‌دي پیل شوي.

په دې وېډیو پیغام کې ښاغلي غني په ټینګار سره وویل چې د سولې پروسه اوږده پروسه ده او دا بهیر تدبیر او حوصلې ته اړتیا لري.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.