اشرف غني: انس حقاني او د حقاني شبکې دوه نور غړي ازادېږي

دآزادی راډیو

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، پرېکړه‌یې کړې څو انس حقاني او د طالبانو د ډلې دوه نور مهم غړي په مشروط ډول له بګرام زندانه خوشې کړي.

ښاغلي غني نن کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل، دغه پرېکړه‌یې له نړیوالو شریکانو او په ځانګړې توګه له امریکا سره په مشوره د سولې او ثبات د مخامخ مذاکراتو لپاره د رسېدو په هدف کړې ده.

هغه زیاته کړه: “حاجي ملي خان د والي خان زوی، عبدالرشید د محمد زوی او انس د جلال‌الدین زوی چې په بګرام زندان کې بندیان دي، په مشروط ډول خوشې کوو.”

افغان ولسمشر ټینګار وکړ، د حقاني شبکې د درېیو مهمو غړو خوشې کېدل هغه څه چې ده ورته د دښمن خطاب وکړ د بریدونو د زیاتوالي لامل نه‌شي.

ولسمشر غني زیاته کړه، د امریکايي پوهنتون د دوو برمته شویو استادانو روغتیايي وضعیت نازک و او له طالبانو سره په غیر مستقیمو خبرو کې د دغو استادانو خوشې کېدل اساسي غوښتنه وه.

که څه هم ولسمشر غني په مستقیمه توګه اشاره ونه‌کړه، خو ویې‌ویل چې طالبان به د امریکايي پوهنتون دوه استادان هم خوشې کړي.

طالبانو دوه امریکايي استادان، ۶۰ کلن کيون کېنګ او ۴۸ کلن تيموتي وېکس په ۲۰۱۶ کال کې له کابله وتښتول.

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ سږکال په جولای میاشت کې په واشنګټن کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره په کتنه کې له هغه وغوښتل چې د دغوو دوو یرغملو په خوشې کولو کې مرسته وکړي او عمران خان هم د دې کار ژمنه ورسره وکړه او ورته ویې‌ويل چې په دې اړه به ډېر ژر يو ښه خبر واوري.​د افغانستان د ملي امنیت ادارې انس حقاني په ۲۰۱۴ کال کې ونیوه.

انس حقاني د حقاني شبکې مهم غړی دی. دا شبکه د طالبانو یوه څانګه ده چې جلال‌الدين حقاني یې بنسټ ايښی و او د لويو خونړيو بريدونو په ترسره کولو مشهوره ده.

د جلال‌الدين حقاني تر مرګ وروسته د هغه زوی سراج‌الدين حقاني د دې ډلې مشر دی. افغان چارواکو د انس حقاني تر نيولو وروسته مطبوعاتو ته ويلي وو چې نوموړی تر سراج‌الدين حقاني وروسته د دغې شبکې تر ټولو مهم کس دی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.