اشرف غني: افغان ولس د سولې حدود ټاکلی شي او تلپاتې سوله موږ ته د منلو ده
دآزادی راډیو
افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو وار بیا په بینالافغاني خبرو ټینګار کوي او وايي چې د سولې ټول حدود یوازې افغان ولس ټاکلی شي.
ښاغلي غني چې د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۰۹»، «جنګ بس دی» تر عنوان لاندې د سولې په اړه د ښځو د ملي اجماع یوې لويې غونډې ته خبرې کولې په سوله کې د ښځو په رول ټینګار وکړ او ويېويل چې د جګړې ښکېل اړخونه باید د افغان مېرمنو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي.
نوموړی وايي:
“د سولې حدود یوازې افغان ولس ټاکلی او سوله پر موږ څوک تحمیلولی نهشي، موږ ته هغه سوله چې تلپاتې نهوي د منلو نهده، زه له تاسو سره ژمنه کوم چې په مشورتي لویه جرګه کې به هر اړخیزه او فعاله ونډه ولرئ، د افغان اتلو ښځو په توګه چې په راتلونکي او د سولې په پروسه کې د افغان ښځو ونډه څه وي.”
ښاغلي غني وویل چې جګړه لوی قیمت لري، خو په وینا يې افغانان درانه رسمونه لري او تليې پرې د جګړې مخه نیولې ده.
افغان ولسمشر وویل چې جرګه د جګړې د پای ته رسولو ښه لاره ده چې له مخې يې باید یو بل ته قناعت ورکړل شي او د بربادۍ مخه ونیول شي.
دا پهداسې حال کې ده چې په قطر کې د طالب استازو او امریکايي پلاوي ترمنځ د سولې پنځم پړاو خبرې روانې دي.
دغه خبرې چې د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ پیل شوي د دوه ورځو له وقفې وروسته به د راتلونکې اوونۍ د شنبې په ورځ یو وار بیا پیل شي.
که څه هم افغان حکومت هیلهمند دی چې د قطر ناستې به د بینالافغاني خبرو د پیل لامل شي، خو طالبان لا هم په خپل دریځ ټینګار کوي او وايي، تر هغې چې له امریکا سره یوې موافقې ته ونهرسېږي له افغان حکومت سره خبرې نهکوي او ویل کېږي چې د دواړو لورو خبرې هم تر ډېره له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د ترهګرو له لوري افغان خاوره د امریکا په ګډون د نورو هېوادونو پر ضد د نهاستعمالېدو پر مسئلو متمرکزې وې.
په ورته وخت کې یو شمېر افغان ښځې د جګړې له ښکېلو اړخونو غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې اوربند اعلان کړي.
دوی «جنګ بس دی» تر عنوان لاندې د سولې په اړه د ښځو د ملي اجماع په غونډه کې د یو پرېکړهلیک په خپرولو سره چې ۱۵ مادې يې درلودې همدا شان له ګاونډيو هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان په کورنیو مسایلو کې له لاسوهنې ډډه او د سولې له پروسې سره رښتینې همکاري وکړي.
د پرېکړهلیک په یوه برخه کې چې د بسمینې په نوم د یوې افغانې مېرمنې له لوري ولوستل شو راغلي وو:
“موږ له افغان حکومت، طالبانو او ځیني نورو مخالفو وسلهوالو ډلو نه سمدستي د جګړې د پای ته رسېدو او له کوم قید او شرط پرته د اوربند د اعلان غوښتونکي یو.
موږ د سولې په پروسه کې د هر ډول پرمختګ د هرکلي تر څنګ د افغان حکومت په حضور کې پر بینالافغاني مذاکراتو جدي ټینګار کوو.
او د سیمې له هېوادونو غوښتنه کوو چې د افغانستان په کورنیو چارو کې دې له لاسوهنې ډډه وکړي.”
په پرېکړهلیک کې همدا شان د سولې له افغان مرکچي پلاوي څخه غوښتنه کړې وه چې باید د سولې په مسئله کې د ښځو له حقوقو دفاع وکړي.
په اعلامیه کې راغلي چې افغان حکومت باید د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د نامسؤله وسلهوالو ډلو مخه ونیسي، ځکه د دوی په وینا همدا ډلې د ناامنۍ لامل ګرځېدلې دي.
د غونډې یو شمېر ګډونوالو مېرمنو په خپلو خبرو کې وویل چې د جګړې ډېر تاوان افغان مېرمنو ته اوړي، نو ځکه باید د سولې په پروسه کې د ښځو وړاندیزونو ته پاملرنه وشي.
راپور: اکرامالله اکرام
نظرات بسته شده است.