اشرف غني: افغانستان کې له سیاسي لارې د جګړې درېدل غواړو

دآزادی راډیو

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغان حکومت چمتو دی چې د جګړې د ختمېدو لپاره له وسله والو طالبانو سره سوله وکړي.

محمد اشرف غني د طالبانو له لوري د حکومت اوربند ته د مثبت ځواب په تړاو خوښي وښوده.
ښاغلي غني د یکشنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د جوزا په ۲۰ مه» په چین کې د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو په اتلسمه غونډه کې وویل، باثباته افغانستان د سیمې د هېوادونو له امنیت سره مرسته کولای شي.

ښاغلی غني وايي، چمتو دی چې له سیاسي حل لارې د حکومت او طالبانو ترمنځ جګړه ختمه کړي.
ولسمشر غني زیاته کړه:

“زه خوشحال یم چې طالبانو د اختر په ورځو کې زموږ اعلان شوی اوربند ومانه، دا په ۲۳ کلنو کې لومړی ځل دی او زه له تاسو غواړم چې د افغانستان د سولې د خبرو په برخه کې مرسته وکړئ.”

طالبانو د شنبې په ورځ د افغان حکومت له لوري د لنډ مهاله اوربند غوښتنه ومنله او د یوې اعلامیې په خپرولو سره یې ویلي چې د اختر په درې ورځو کې به په افغان امنیتي ځواکونو حملې ونه کړي.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ له موقت اوربند وروسته اوس د دغه اوربند د تمدیدېدو لپاره غوښتنې زیاتې شوې دي.

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار د یکشنبې په ورځ د دغې جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې د حکومت او طالبانو ترمنځ موقت اوربند باید تمدید شي.

له بلې خوا د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان الله عرفان وايي، د اوربند تمدید د خلکو غوښتنه او اړتیا ده او باید دواړه خواوې هغه په نظر کې ونیسي.

د سولې عالي شوار هم وايي چې د اوربند تمدید کولای شي چې په هېواد کې د سولې د خبرو د پيل لپاره زمینه برابره کړي.
د دغې شورا منشي امین الدین مظفري د یکشنبې په ورځ د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د موقت اوربند د هرکلي په اړه جوړې شوې ناستې کې وویل:

“د سولې عالي شورا په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو خواوو چې موقت اوربند یې اعلان کړی، غوښتنه کوي چې د بین الافغاني تفاهم د مخامخ او مستقیمو خبرو د پيل لپاره په هېواد کې د اودږ مهاله او دایمي اوربند زمینه مساعده کړي.”

په ورته وخت کې د ښځینه مدني فعالانو له ډلې صفیه صدیقي وايي، د دواړو خواوو د غوښتنې د مطرح کېدو لپاره مذاکراتو ته اړتیا ده د او د دغې مسئلې لپاره د اوربند غځول مهم دي.

امریکا، ناټو، ملګرو ملتونو، روسیې، ایران او یوشمېر نورو هېوادونو او نړیوالو سازمانو د افغان حکومت دغه نوښت وستايه او ملاتړ یې ترې وکړ.

بل خوا د طالبانو د رژیم پرمهال په اسلام اباد کې افغان سفیر ملا عبدالسلام ضعیف له یوشمېر رسنیو سره په خبرو کې هیله څرګنده کړې چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ موقت اوربند به څو میاشتې تمدید شي، څو د سولې مذاکراتو ته زمینه برابره شي.

راپور: رحمت الله افغان

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.