اسوشیټېد پرس: لوړ رتبه افغان چارواکي او طالب مشران سره هره ورځ خبرې کوي

 

دآزادی راډیو
اسوشیټېډ پرس اژانس وايي، لوړ رتبه افغان امنیتي مقامات او طالب مشران تقریباً هره ورځ خبرې کوي.

د افغانستان د ملي امنیت د ادارې مشر تقریباً هره ورځ او د امنیت شورا سلاکار هره دوهمه میاشت له طالبانو سره د افغانستان د اساسي قانون او انتخاباتو په باب خبرې کوي.

دا خبره اسوشیټېډ پرس اژانس کړې ده چې وايي، د دواړو خواو ترمنځ د خبرو اترو او کتنو اسناد يې لیدلي دي.

اسوشیټېډ پرس اژانس د یو شمېر افغان امنیتي چارواکو په حواله چې نومونه‌يې پټ ساتل شوي وايي، د ملي امنیت د ادارې مشر معصوم ستانکزی تقریباً هره ورځ د عباس ستانکزي په شمول له طالب مشرانو سره ټیلیفوني خبرې کوي.

اسوشیټېډ پرس د افغان امنیتي چارواکو په حواله وايي، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر هر دوهمه میاشت د قطر په مرکز دوحه کې له طالب مشرانو سره ویني.

اتمر هر دوهمه میاشت په دوحه کې له طالب مشرانو سره ویني
اتمر هر دوهمه میاشت په دوحه کې له طالب مشرانو سره ویني
د امنیت شورا د رسنیو دفتر د اسوشیټېډ پرس دا راپور رد کړ.

د ملي امنیت شورا ویاند قادر شاه ازادي راډیو ته وویل چې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په وروستیو وختونو کې له طالبانو سره هېڅ ډول خبرې نه‌دي کړي.
ده وویل، د ملي امنیت سلاکار په دې خاطر هم طالبانو سره تماس نه نیسي چې د سولې چارې د سولې عالي شورا پرمخ بیايي.

د هغو اسنادو له مخې چې اسوشیټېډ پرس اژانس لیدلي دي نه افغان چارواکي او نه طالبان غواړي چې دا خبرې په ډاګه شي.

د اسوشیټېډ پرس له‎خوا د لیدل شویو اسنادو له مخې افغان مقاماتو او طالبانو د راتلونکو انتخاباتو او د افغانستان د اساسي قانون د منلو په هکله د طالب مشرانو د لېوالتیا په اړه بحثونه کړي دي.

یوه افغان امنیتي چارواکي دې اژانس ته ویلي، طالبان په اساسي قانون کې ځیني تعدیلات غواړي، خو د اوس لپاره د دې غوښتنې په عملي کېدو ټینګار نه‎کوي.

طالبان دغه‌راز په افغانستان کې د یوه اسلامي نظام تصور هم وړاندې کوي.

د هغو اسنادو او چارواکو د څرګندونو له مخې چې اسوشیټېد پرس بیان کړي دي د طالبانو ځینې غوښتنې په لاندې ډول دي:
طالبان د هلکانو او نجونو له تعلیم سره چې په هره سطحه وي اختلاف نه‎لري، خو د جندر تفکیک ته باید پام وشي.
ښځې کولای شي د دفاعي او قضايي چارو په ګډون په هره برخه کې فعالیت ولري، پرته له سترې محکمې ښځې کولای شي قاضیانې هم واوسي، خو طالبانو ته به ضمانت ورکول کېږي چې ښځه د ولسمشرې په توګه نه‌ټاکل کېږي.
د ځمکو د غصب د زرګونه قضیو د څېړلو لپاره باید ځانګړي محاکم جوړ شي او غصب شوې ځمکې بېرته خپلو اصلي خاوندانو ته وسپارل شي.
د راتلونکو انتخاباتو نه مخکې باید مؤقت حکومت جوړ شي او په دې حکومت کې باید له اوسنیو او پخوانیو چارواکو یو هم نه‌وي.
دواړه خواوې به د انتخاباتو تر عملي کېدو هغه سیمې له ځانه سره ساتي چې دا مهال‌يې په کنټرول کې دي.
په قطر کې د جورج ټاون پوهنتون پروفیسور اناتول لیوین اسوشیټېډ پرس اژانس ته ویلي، ولسمشر ډونالد ټرمپ هم د خپلې ستراتېژۍ د اعلان پر مهال د طالبانو په اړه وویل چې له اغېزمنو پوځي هڅو وروسته به یوه ورځ په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي امکان موجود وي چې د طالبانو ځیني غړي به هم په‌کې شامل وي.

پروفیسور لیوین وايي، دی هیله‌مند دی چې د امریکا د دفاع وزیر او د ملي امنیت سلاکار به د ولسمشر ټرمپ له‎خوا د ورکړل شویو زیاتو صلاحیتونو په کارولو او په افغانستان کې د هند د نفوذ زیاتولو په تهدید سره طالبان د سولې خبرو اترو ته اړ کړي.
د سولې د عالي شورا غړی او پخواني طالب چارواکي عبدالحکیم مجاهد اسوشیټېد پرس ته ویلي، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ ژوره بې‌اعتمادي موجوده ده، د هغه په خبره طالبان به تر هغې خبرو ته حاضر نه‎شي تر څو پورې چې يې د نړیوالو ځواکونو د وتلو په اړه ضمانتونه نه‎وي اخیستي.

عبدالحکیم مجاهد ویلي، طالبان اوس په سمدستي ډول له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له غوښتنې پر شا شوي دي، خو دا ډله غواړي چې د سرتېرو وتلو د مهالوېش په اړه له امریکایانو سره خبرې وکړي

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.