اسلام اباد سبا ته د چین، پاکستان او افغانستان د ګډې غونډې کوربه دی

 

تاند، جمعه، د سنبلې ۱۵مه: پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې سبا به د افغان سولې په تړاو اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان او چین ګډه غونډه وي.

راپور وايي، د شنبې د ورځې دې غونډه کې به د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ ژی، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د افغانستان په استازیتوب د صلاح الدین رباني پر ځای د امنیت شورا سلاکار حمد الله محب ګډون وکړي.

پاکستاني چارواکو ویلي، د سولې د پروسې د پرمختګونو او خنډونو تر څنګ په دې هم بحث وشي چې د پاکستان او چین ګډ اقتصادي کوریډور څنګه افغانستان ته وغځول شي؟

افغان حکومت لا تر اوسه څه نه دي ویلي چې له پاکستان او چین سره درې اړخیزه غونډه لري که نه؟ خو د درې واړو هېوادونو تر منځ د دغسې غونډو لړۍ له ۲۰۱۵ کال راهیسې روانه ده

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.