اسلام اباد ته تللی افغان پلاوی نن شنبه هم له پاکستاني لوري سره خبرې کوي

 

دآزادی راډیو

اسلام اباد ته د افغانستان تللی پلاوی به نن شنبه له پاکستاني لوري سره مذاکرې جاري وساتي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال، حکمت خلیل کرزي په مشرۍ پلاوی پرون پاکستان ته ولاړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دواړو هېوادونو استازي د “سولې او یووالي د عمل پلان” په چوکاټ کې پر مهمو مسئلو خبرې کوي چې له ترورېزم سره مبارزه، د افغان کډوالو ستونزې، د سرحدونو امنیت او اقتصادي همکارۍ په کې شاملېږي.

په همدې حال کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل ویلي چې د جمعې په ورځ په خبرو کې یوڅه پر مختګ شوی خو داسې مسائل لا هم شته چې باید موافقه ورباندې وشي.

View image on Twitter
View image on Twitter

Dr Mohammad Faisal
@DrMFaisal
#afghanistaninpakistan

10:38 PM – Feb 9, 2018
63
24 people are talking about this
Twitter Ads info and privacy
د افغانستان او پاکستان د”سولې او یووالي د عمل پلان” پر اساس، د فبرورۍ پر ۳مه نېټه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې تهمینه جنجوعه په مشرۍ یو پلاوی کابل ته ولاړ او د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي سره یې وکتل.

تر کتنې وروسته، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې افغانستان ته یې د همکارۍ وړاندیز کړی او له افغانستانه یې غوښتنه کړې چې خپل لوري ته د سرحدي سیمو امنیتي څارنه زیاته کړي.

خو په کابل کې د سیاسي چارو یو شمېر کتونکي په دې باور دي چې له پاکستان سره د خبرو او مذاکرو لړۍ جاري ساتل د افغانستان لپاره د وخت ضایع کولو مفهوم لري.

د یو شمېر سیاسي شننونکو په وینا، له پاکستان سره د افغانستان اساسي ستونزه په هغه هېواد کې د افراطي ډلو پناه ځایونه دي چې اسلام اباد یې باید پر ضد عمل وکړي.

په کابل پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو استاد پوهاند ودیر صافي بېګا ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزه د داسې وړو هیئتونو په تګ راتګ ښايي حل نه شي، خو ښاغلي صافي وویل:
“که چېرې صداقت موجود وي، مخصوصاً د پاکستان له لوري که چېرې صادقانه د افغانستان لپاره په خپل خارجي سیاست کې بدلون راولي نوکېدلائ شي چې لاره هواره شي.”

د افغانستان جمهور رئيس د فبرورۍ په لومړۍ نېټه پر پاکستان غږ وکړ چې په خپله خاوره کې د تروریستانو د فعالیت مخنیوی وکړي او په زغرده یې وویل چې افغانان د عملي نتایجو غوښتونکي دي.

ولسمشر غني له عمله پرته مذاکرې او مشورې د کاغذ پر مخ خبرې وبللې.

خو په پاکستان کې سیاسي شنونکی ایاز وزیر خوشبین دی.

هغه پرون ازادي راډیو ته وویل:

“خبرې په کتلو پرمخ ځي او که سره ونه ګوري هېڅ پرمختګ نه شي کېدلائ نو داسې چې ددواړو هېوادونو پلاوی سره ګوري،زه یقین لرم چې په مثبت لور به نتیجه ترلاسه شي.”

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت له پاکستاني لوري سره د افغانستان د پلاوي د خبرو ډېر جزئیات نه دي خپاره کړي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان حکومت له افراطي ډلو د ملاتړ ادعاوې ردوي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.