استرالیایي پولیسو هغه وسلهوال وژلی چې یوه ښځهیې برمته کړې وه
د استرالیا پولیس وايي، هغه وسلهوال کسيې وژلی چې په پرونيې په مېلبورن ښار کې په یوه اپارتمان کې یوه ښځه برمته نیولې وه.
وروسته تر هغې چې د اسلامي دولت په نامه ډلې یا داعش د دې پېښې مسؤلیت پر غاړه واخیست، استرالیا دا یوه ترورېستي پېښه وبلله.
د برمته کوونکي او پولیسو تر منځ د ډزو په تبادله کې درې پولیس ټپیان شوي دي.
داعش پر خپله وېبپاڼه اعماق کې ویلي چې دا برید يې ځکه کړی چې استرالیا د دې ډلې پر ضد په نړیوال ائتلاف کې شامل دی.
نظرات بسته شده است.