ازبکستان وايي، داسې ښکاري چې طالبان د تاشکند په کنفرانس کې ګډون نه کوي

 

تاند- ازبکستان د دوشنبې په ورځ وویل، ښايي طالبان د افغانستان د سولې کنفرانس، چې ټاکل شوې ده په تاشکند کې جوړ شي، له لاسه ورکړي.

د روانې میاشتې په وروستیو کې د ازبکستان د تاشکند په کنفرانس پورې، چې د ملګروملتو د سرمنشي په شمول د سترو هیوادونو مهم چارواکي پکې ګډون کوي، زیاتې هیلې ټومبل شوي دي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، په دې کنفرانس کې، چې ټاکل شوې ده برخوال یې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو غوښتنه وکړي، ممکن طالبان برخه وانخلي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې طالبانو د تاشکند په غونډه کې، چې د مارچ په ۲۶ او ۲۷ جوړېږي، د ګډون غوښتنه نه ده کړې او له دې داسې ښکاري چې دا ډله به له دې غونډې بې برخې شي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال جان سولیفن، د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشره فدریکا موګیرني، د ایران، قزاقستان، پاکستان، روسیې، تاجکستان، ترکیې او قرغیزستان د بهرنیو چارو وزیران او دغه راز د افغانستان لپاره د ملګروملتو خاص استازی په دې کنفرانس کې ګډون کوي.

د افغانستان ولسمشر دوې اوونۍ پخوا طالبانو ته د سولې په وړاندې یو شمېر وړاندیزونه وکړل.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.