ارګ وايي، د اېشیا فونډېشن د سروې پر وړاندیزونو غور کوي

 

دآزادی راډیو

افغان حکومت وايي، د اېشیا فونډېشن وروستۍ نظرپوښتنه‌یې مطالعه کړې او د دې کلنۍ نظرپوښتنې پر بنسټ چمتو شوي راپور کې د افغانستان د خلکو لاسته راوړنې او په مخ کې پراته چلنجونه په ښه توګه منعکس شوي دي.

افغان حکومت د معیارونو مطابق او په مسلکي ډول د ترسره شويو تحقیقي راپورونو، نظرپوښتنو او عمومي سروې‌ګانو هرکلی کوي او په پوره دقت‌یې پر وړاندیزونو غور کوي.

دا خبره د ولسمشر اشرف غني ویاند نجیب ازاد، د اېشیا فونډېشن د وروستۍ نظرپوښتنې په اړه ازادي راډیو ته وکړه.

اېشیا فونډېشن د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لړم۲۳» د خپلې ۱۳مې کلنۍ نظرپوښتنې نتایج خپاره کړل او وايي، ډېری هغو کسانو چې په دې نظرپوښتنه کې یې برخه اخیستې د افغانستان د راتلونکې په اړه تر پخوا یو څه زیاته خوشبیني ښودلې او فکر کوي چې هېواد یې پر سم لور روان دی.

که څه هم یو شمېر کتونکي د افغانستان روانو کړکېچنو حالاتو ته په کتو دا نظرپوښتنه پر خوشبینۍ ولاړه بولي، خو د ولسمشر اشرف غني مرستیال ویاند نجیب ازاد ازادي راډیو ته وویل، په دې سروې کې د بریاوو او ستونزو دواړو یادونه شوې.
ښاغلي ازاد په دې سروې کې د خلکو د څرګندې شوې هیله‌مندۍ په اړه وویل:

“په دې سروې کې ډېرو برخو ته اشاره شوې ده. د ولس سره دوی مخامخ خبرې کړې دي او د هغوی نظر یې اخیستی دی. په دې کې یو مثبت ټکی دا دی چې د ولس هیله‌مندي د خپل راتلونکې په اړه زیاته شوې ده. ښيي چې خلک د حکومت له اقداماتو راضي دي. په دې برخه کې د بیان ازادي، د امنیت ټینګولو په برخه کې د حکومت ستراتېژیکې پرېکړې او د اطلاعاتو رسونې برخه کې بریاوې شاملې دي.”

خو د اېشیا فونډېشن په خپرې شوې نظرپوښتنه کې د خلکو د خوشبینۍ سربېره د نارضایتۍ یادونه هم شوې ده.

بې‌کاري، اداري فساد، کډوالي او د ژوند د اسانتیاوو لکه برېښنا کموالی او د وسله‌والو فعالیتونه هغه څه دي چې خلکو ترې سر ټکولی دی.

د افغانستان د راتلونکې په اړه تر پخوا یو څه خوشبیني ښودل شوې او هېواد پر سم لور روان دی.
د ولسمشر اشرف غني مرستیال ویاند نجیب ازاد وايي، حکومت په داسې حال کې چې په ټول هېواد کې د امنیت د ټینګښت هڅه کوي، ژمن دی چې د شته ستونزو د ختمولو لپاره به عملي اقدامات کوي.

ښاغلی ازاد وايي:

“هغه منفي ټکي چې زموږ لپاره مهم دي او په دې سروې کې راغلي، په هکله‌یې حکومت هڅه کوي چې په اړه‌یې عملي او چټک ګامونه پورته شي. لکه بې‌کاري​؛ همدا دوه اوونۍ مخکې د اداري اصلاحاتو ادارې ۱۷ زره پوسټونه اعلان کړل چې په معیارنو پوره کسان به پرې ټاکل کېږي.”

ښاغلي ازاد وویل، د لویو ملي پروژو لکه کاسا زر، ټاپي او نورو په عملي کېدو هم تر ډېره هیله شته چې په هېواد کې د بې‌کارۍ کچه راټیټه شي.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال زیاته کړه، د اداري فساد پر ضد مبارزه هم روانه ده او حکومت له ټولو ادارو څخه د فساد ورکاوي ته ژمن دی.

د ازاد په وینا د برېښنا نشتوالی د افغانستان د ګڼو خلکو یوه ستونزه ده او په دې سروې کې هم یاده شوې ده چې په دې برخه کې هم ګڼې پروژې او پلانونه شته چې په کمه موده کې په افغانستان کې د برېښنا د کموالی ستونزه تر ډېره راکمه شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.