ارګ: له دې وروسته د اجرائیه ریاست په نوم جوړښت نه‌شته

ؤازادی راډیو

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړو د ممنوع‌الخروجۍ په برخه کې د عبدالله عبدالله حکم له نافذه قوانینو سره په ټکر کې بولي.

د ارګ ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل، د چارواکو د ممنوع‌الخروجۍ واک یوازې لویې څارنوالۍ سره دی.

ښاغلی صدیقي وایي، اوس هېواد منتخب ولسمشر لري او له دې وروسته د اجرائیه ریاست په نوم کوم جوړښت نه‌شته.

هغه زیاته کړه: “د محمد اشرف غني د ټاکنو تګلاره او ژمنه همدا وه چې د ملي یووالي حکومت جوړښت به دوام نه‌کوي، خلکو هم په همدې هدف ښاغلي غني ته رایه ورکړه، پرون رسماً د ټاکنو بهیر پای ته ورسېد، منتخب ولسمشر وټاکل شو، طبعاً چې نور به اجرائيه ریاست موجود نه‌وي.”

صدیقي وایي، ټاکل شوې محمد اشرف غني په څو ساعتونو کې د ټاکنو کمېسیون له‌خوا وثیقه ترلاسه کړي.

د “ثبات او هم‌پالنې” ټیم مشر عبدالله عبدالله پرون وویل چې د محمد اشرف غني بریا نه‌مني او د خپل ټيم د بریا اعلان‌یې کړی دی.

ښاغلي عبدالله په یوه حکم کې د ټاکنو کمېسیون ټول کمېشنران او د دارالانشا مشران ممنوع‌الخروج کړي او له کورنیو چارو وزارت نه‌یې د دې امر د پلي کولو غوښتنه کړې.

د لېنک ترلاسه کوللېنک د دستګاه په موقته حافظه کې ذخیره شوی دی

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د یوه پراخ بنسټه حکومت د رامنځته کېدو په برخه کې د عبدالله عبدالله د دریځ ملاتړ وکړ.

نور ولولئ …

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.