ارګ د کابل، واشنګټن او ډهلي د غونډې په اړه د هند د نوښت هرکلی وکړ

 

دآزادیراډیو

د افغانستان حکومت د کابل، ډهلي او واشنګټن ترمنځ د درې اړخیزې غونډې په اړه د هند د بهرنیو چارو د وزیرې وړاندیز ستایلی دی.

د افغان د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب ازاد تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې هند د افغانستان او امریکا له مهمو متحدینو څخه دی چې په سیمه کې هم د اهمیت وړ او رغنده رول لري.

د ښاغلي ازاد په خبره د دغو درېیو متحدینو ترمنځ غونډه به د سیمې لپاره ډېره ګټوره وي.

دی وايي:

“هند تل مهم رول لرلی دی او نه‌یوازې چې د افغانستان ستراتېژیک دوست دی، بلکې په سیمه کې یو مهم هېواد دی. د هند بهرنۍ پالېسي او له افغانستان سره د دغه هېواد ستراتېژیکې اړیکې ښیي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستلو په برخه کې به مهم رول ولري.”

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند نجیب ازاد
د افغان ولسمشر مرستیال ویاند نجیب ازاد
د افغان ولسمشر د مرستیال ویاند دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې له څو ورځو راهیسې هند ته د افغان او امریکایي چارواکو سفرونه ادامه لري.

افغان ولسمشر اشرف غني د سې شنبې په ورځ په هند کې د هغه هېواد له چارواکو سره د ګډو اړیکو او له ترورېزم سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې.
تر هغه وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن تېره ورځ د هند له صدراعظم نرېندرا مودي سره د افغانستان په اړه بحثونه کړي دي.

د مودي او ټېلرسن په لیدنه کې تر ډېره د افغانستان د سولې او ثبات او د یاغیانو د پټن‎ځایونو او ترورېزم پر له‎منځه وړلو بحثونه شوي دي.
که څه هم د دغو بحثونو لږ جزئیات خپاره شوي دي، خو د هند د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه هېواد صدراعظم او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې د ډهلي او واشنګټن همکارۍ به نه‌یوازې د دواړو لورو په ګټه وي، بلکې د ټولې سیمې د امنیت او ثبات لپاره به مهمې وي.

تر دې وړاندې د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج له خپل امریکایي سیال سره په خبرو کې ویلي و چې د هند، امریکا او افغانستان ترمنځ د یوې درې اړخیزې غونډې پر جوړېدو یې موافقه کړې ده.

په کابل کې د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب ازاد وایي، په دغې غونډه کې به پر دې ټینګار وشي چې د افغانستان د سولې خبرې د افغانانو په مشرۍ پر مخ ولاړې شي.

دی وایي، تر دې وړاندې هم د سیمې ټولو هېوادونو او د افغانستان متحدینو د افغان حکومت په مشرۍ د سولې د پروسې ملاتړ کړی وو.

ښاغلی ازاد وايي:

“د کابل پروسې وروسته، نه‌یوازې هند بلکې د سیمې هېوادونو، ګاونډیانو او هم د نړۍ ټولو هېوادونو د ناټو له غړو نیولې تر لوېدیځو او ټولو د افغان حکومت له دریځه ملاتړ کړی وو چې د سولې پروسه د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په مالکیت مخ ته ولاړې شي.”

د افغانستان، امریکا، هند او نورو هېوادونو له ټینګار سره-سره تر اوسه د افغانستان د سولې بهیر د خبرو مېز ته د وسله‎والو طالبانو د راوستلو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنه نه‎ده لرلې.

په دې برخه کې پاکستان تورن دی چې د پام وړ همکاري یې نه‎ده کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن اسلام‎اباد ته تر سفر دمخه په افغانستان کې ویلي وو چې له پاکستان سره د امریکا اړیکې په دې پورې مشروطې دي چې اسلام‎اباد د افغانستان د سولې په پروسه کې اغېزمن رول ولوبوي او هم د ترورېزم په وړاندې د مبارزې په برخه کې د امریکا له غوښتنو سره سم چلند وکړي.

تر دې خبرو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي چې د افغانستان د بحران پر سر د امریکا او پاکستان ترمنځ لویه بې‌باوري رامنځته شوې ده.

اړوند مطالب

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.