ارګ: د مخابراتو د وزیر برخلیک به له څېړنو وروسته څرګند شي

 

%db%b1%db%b5

دآزادی راډیو

افغان چارواکي وايي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزیر برخلیک به د څېړنو له بشپړېدو وروسته څرګند شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزیر د دندې په ځنډولو افغان حکومت دا پیغام ورکړ چې د اداري فساد ضد مبارزه لوړو دولتي څوکیو ته پراخه شوې ده.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزیر عبدالرزاق وحیدي د کار په اړه څېړنې دوام لري او تر بشپړېدو وروسته به د نوموړي د راتلونکي په اړه پرېکړه وشي.

“څو چې د ټاکل شوي پلاوي له‎خوا په دې برخه کې د څېړنې کار ادامه ولري او څو چې څېړنې پای ته نه‌وي رسېدلي، د مخابراتو د وزیر دنده د تعلیق په حال کې ده. موږ د څېړنو د نتایجو په تمه یو.”

په ارګ کې ځینو چارواکو ویلي، عبدالرزاق وحیدي د مالي فساد په ځینو مواردو کې پر لاس لرلو تورن دی، له همدې کبله ولسمشر د نوموړي دنده د څېړنو تر پای ته رسېدو پورې ځنډولې ده.

بل‎خوا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزارت ویاند یاسین صمیم وايي، د دې وزارت چارواکي ټولو ادارو ته په هر مورد کې ځواب ویلو ته چمتو دي او عبدالرزاق وحیدي به د څېړنو نتایجو ته منتظر وي.
د ښاغلي صمیم په وینا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزیر د کار ځنډول د لویې څارنوالۍ له‌خوا وړاندیز شوی دی.

تر اوسه په افغانستان کې داسې ډېر کم پېښ شوي چې د یو برحاله وزیر دنده دې، په اداري فساد کې د ښکېلتیا له کبله وځنډول شي.

د افغانستان حکومت سږ کال د حکومت په بېلابېلو سطحو کې د اداري فساد د له‎منځه وړلو لپاره له اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي اداره رامنځته کړه.

دا اداره خپلې موندنې د افغانستان لویې څارنوالۍ ته استوي او پرېکړه دې قضايي ادارې ته پرېږدي.

د لویې څارنوالۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس اصف فیاض وايي، افغان حکومت هڅه کوي چې په هره سطحه له اداري فساد سره مبارزه وکړي، څو دا پدیده له افغانستانه ورکه شي.

ښاغلي فیاض ازادي راډیو ته وویل:

“د افغانستان ټولو خلکو ته ډاډ ورکوو چې لویه څارنوالي به په ټول توان، قوت او د افغانستان د نافذه قوانینو او د افغان حکومت د مشرتابه په ملاتړ، دا بهیر همداسې په چټکۍ مخکې یوسي، څو په افغانستان کې د اداري فساد ریښې وچې شي.”
۴۰ کلن عبدالرزاق وحیدي د افغانستان د اوسنۍ کابینې له ځوانو وزیرانو څخه دی.

نوموړي تر دې مخکې د مالیې په وزارت کې په لوړو دولتي پوسټونو کې دنده ترسره کړې ده.

عبدالرزاق وحیدي د هغو څو تنو وزیرانو په ډله کې و چې د افغانستان ولسي جرګې د پرمختیايي بودجې د نه‌لګولو له کبله د بې‌باورۍ رأیه ورکړې وه.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.