ارګ: د طالبانو نیول شوې ډلې د “کابل پروسې” نړیواله غونډه تخریبوله

 

دآزادی راډیو

د افغانستان حکومت وايي، وسله‌والو طالبانو کابل ته یوه ډله وسله‌وال کسان استولي وو، څو په کابل کې د سې شنبې ورځې نړیواله غونډه “د کابل پروسه” تخریب کړي.

افغان حکومت زیاتوي، هغه مشکوک ترورېست چې د چارواکو په وینا د مشرانو جرګې د مرستیال مشر د زوی د جنازې په مراسمو کې د ناکامې انتحاري حملې د ترسره کولو په تور نیول شوی دی، په کابل کې پر راروانې نړیوالې غونډې “د کابل پروسه” د حملې لپاره له کوټې څخه استول شوی دی.

د ملي امنیت عمومي ریاست د سالم ایزدیار د جنازې پر مهال له چاودنو وروسته پرون د یو انتحاري بریدکوونکي د نیولو خبر ورکړ او ویې‌ویل چې له دې ترورېسته له تحقیقاتو وروسته‌یې نور مشکوک کسان هم نیولي دي.
افغان حکومت او د ملي امنیت عمومي ریاست د دغو نیول شویو کسانو د هویت په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب ازاد ازادي راډیو ته وویل، نیول شوی کس چې اوس‌یې ۱۲ نور ملګري هم نیول شوي دي، د طالبانو له‎خوا په کابل کې د سې شنبې ورځې د نړیوالې غونډې یا “د کابل پروسې” ​د تخریب لپاره استول شوی و.
ښاغلی ازاد وايي:

“لومړني معلومات ښيي چې دا کس له کوټې راغلی و او د طالبانو د ډلې و او غوښتل یې چې «د کابل پروسې» غونډه له‌منځه یوسي، یا یو ډول ستونزې ورته پیدا کړي ځکه نړیوال هم په دې غونډه کې ګډون کوي. دوی باید په کابل کې بېلابېلې چاودنې کړې وی چې ښايي نورې هم پر لار وي او له دې تحقیقاتو څخه به دا معلومه شي. دا لومړني معلومات دي، زموږ تحقیقات لا هم روان دي.”

چارواکي وايي چې د سالم ایزدیار د جنازې په مراسمو کې چاودنو اووه کسان ووژل او له نوي زیات‌یې ټپیان کړل.

د مشرانو جرګې د مرستیال مشر زوی د جمعې په ورځ په کابل کې د حکومت ضد مظاهرو پر مهال په اخ و ډب کې ووژل شو.

اعتراض کوونکو د ولسمشر او اجرائیه رئیس د استعفا او د امنیتي ادارو د مسؤلو مشرانو د لیرې کېدو غوښتنه کوله.
د دې اعتراضونو د تحصن کېږدۍ لا هم ولاړه ده خو د ولسمشر مرستیال ویاند ښاغلی ازاد وايي، اعتراض کوونکي تر اوسه نه‎دي توانېدلي څو له حکومت سره د خبرو لپاره خپل استازي غوره کړي.

نوموړی وايي:

“تر اوسه لاریون کوونکي نه‎دي توانېدلي چې خپل رسمي استازي حکومت ته معرفي کړي او خپلې غوښتنې د کاغذ پر مخ له قانون سره سم افغان حکومت ته وسپاري تر څو د دواړو لورو استازي بحث پرې وکړي او هغه څه چې د قانون په چوکاټ کې عملي اړخ لري یوې ګډې پرېکړې ته پرې ورسېږي.”

په کابل کې د حکومت پر ضد اعتراضونه په داسې حال کې روان دي چې ټاکل شوې افغان حکومت سبا د «کابل پروسې» په نوم د یوې نړیوالې غونډې کوربه وي.

چارواکي دا غونډه چې په ډېرو حساسو شرایطو کې جوړېږي، مهمه ګڼي.

د ارګ رسمي وېب‎پاڼې پرون په یوه بیان کې وویل چې د ولسمشر اشرف غني په ګډون د ملي امنیت شورا په غونډه کې د کابل د پروسې د امنیتي تدابیرو په اړه بحث وشو.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.