ارګ: د شانګهای سازمان غړي هېوادونه به د ترورېزم ګواښ لاښه درک کړي

 

دآزادی راډیو

د افغانستان جمهوري ریاست د شانګهای سازمان سرمشریزه مهمه بولي وايي، افغانستان تمه لري چې د دغه سازمان غړي هېوادونه د سیمې د امنیت او ثبات لپاره د ترورېزم ګواښ لا ښه درک کړي.

د افغان ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، افغانستان به یو ځل بیا د شانګهای سازمان په سرمشريزه کې د ترورېزم پر وړاندې په ګډې مبارزې ټینګار وکړي.

ښاغلی مرتضوي وايي، له ترورېزم سره ګډه مبارزه کولای شي، دغو ستونزو ته د حل‎لار پیدا کړي.
دی وايي:

“افغانستان تمه لري چې د سیمې هېوادونه په ځانګړي ډول د شانګهای غړي هېوادونه د ترورېزم پراختیا او ګواښ لا زیات درک کړي او له دې پدیدې سره په ګډه همکارۍ او اجماع مقابله وکړي، بیا به هم په دې ټینګار وشي چې له ترورېزم سره مبارزه یوازې د سیمه‎ییزې همکارۍ او اجماع له لارې ګټوره او مؤثره ده.”

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د شانګهای سازمان په ۱۷مه سرمشریزه کې د ګډون په هدف د چهارشنبې په ماښام په دوه ورځني سفر د قزاقستان پلازمینې استانې ته ولاړ

غني د شانګهای په غونډه کې د روسیې او چین ولسمشرانو سره ځانګړې ناستې لري

تمه ده «شانګهای سازمان» هند او پاکستان خپل بشپړ غړي اعلان کړي

ولسمشر غني له خپل چینايي سیال سره وکتل

ارګ وايي، محمد اشرف غني به د دغه سازمان د سرمشریزې په څنډه کې د روسیې او هند له مشرانو سره د سیمې د امنیت او ثبات په اړه خبرې وکړي.

د سیمه‎ییزې همکارۍ پراختیا په ځانګړي ډول امنیتي، اقتصادي او سوداګریز مسایل د شانګهای سازمان د غونډې د خبرو اصلي محور جوړوي.

د شانګهای سازمان بنسټ په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د چین، روسیې، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان له‎خوا کېښودل شو.

افغانستان په ۲۰۱۲ میلادي کال له دغه سازمان سره د څارونکي هېواد په توګه یوځای شو او دغه شان ایران او منګولیا هم د شانګهای سازمان څارونکي هېوادونه دي.

تمه ده چې هند او پاکستان دا ځل د دې سازمان دایمي غړیتوب خپل کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي، افغان ولسمشر باید په دغه غونډه کې د ګاونډیو هېوادونو د مداخلې او د افغانستان په ناامنیو کې د یادو هېوادو د لاسوهنې په اړه هم په قاطعیت خبرې وکړي.
د دغې جرګې دویم مرستیال محمد اصف صدیقي ازادي راډيو ته وویل، اړتیا ده چې د سیمې هېوادونه د ترورېزم د ځپلو لپاره عملي ګامونه واخلي:

“د افغانستان د ملت غوښتنه دا ده چې ولسمشر محمد اشرف غني د شانګهای سازمان په سرمشریزه کې په قاطعیت، جدیت او په اعتماد سره ووایي چې ځینې ګاونډي هېوادونه په مستقیم او غیر مستقیم ډول په ناامنیو کې دخیل دي او د دې ترڅنګ ګاونډیو هېوادونو ته دا پیغام ورکړي چې د امن او سولې په فضا کې ژوند وکړي.”

ښاغلي صدیقي وايي، د شانګهای سازمان د افغانستان د سولې په ټینګښت کې رول لري او ټینګار کوي چې افغان حکومت باید د یوې ځانګړي طرحې په درلودو سره په مهمو ټکو د دغه سازمان د غړو پام ځانته راواړوي او د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یې ژمنې خپلې کړي.

راپور: رحمت الله افغان

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.