ارګ: د تاجکستان په ۳ اړخیزه غونډه کې به پر پاکستان نور هم فشار راوړل شي

 

دآزادی راډیو

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د افغانستان، پاکستان او تاجکستان تر منځ په درې اړخیزه غونډه کې د سیمې د امنیت په اړه پراخې خبرې کېږي او هم به په دې غونډه کې پر پاکستان نور هم فشار راوړل شي.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب‎الله ازاد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، په دغې ناسته کې د سیمه‎ییزو همکاریو، د امنیت د ټینګښت او د ترورېزم سره د مبارزې د څرنګوالي په اړه مفصل بحث کېږي.

دی وايي چې په درې اړخیزه غونډه کې به د طالبانو سره د خبرو په برخه کې د پاکستان په مرسته ټینګار وشي
ښاغلي ازاد زیاته کړه:

“په دې ناسته کې ولسمشر د تاجکستان او پاکستان سره د امنیت د ټینګښت په برخو کې په همکاریو غږېږي، د کابل د پروسې او د خبرو مېز ته د طالبانو پر مجبورولو خبرې کېږي تر څو له افغان حکومت سره خبرې وکړي.”

ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ د کاسا زر پروژې د مشرانو په دوهمه ناسته کې او یوې درې اړخیزې غونډه کې د ګډون په هدف د تاجکستان مرکز دوشنبې ته ولاړ.

د تاجکستان رسنیو د پاکستاني چارواکو له خولې لیکلي، اسلام‎اباد هیله‌مند دی چې د تاجکستان منځګړیتوب د اسلام‎اباد او کابل اړیکې ښې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني د همدې اوونۍ په پیل کې وویل چې حکومت‌یې له پاکستانه سوله نه‌غواړي بلکې پاکستان سره سوله کوي.

د ملي وحدت حکومت په پیل کې له پاکستان سره د ښو اړیکو هڅې وکړې، خو د افغانستان په وړاندې د پاکستان دوه ګونی چلند او لوبې د دې لامل شوې چې د یادو دوو ګاونډیو هېوادونو تر منځ اړیکې سړې او تر ډېره جدي شي.

خو اوس ایا دا تمه کېدای شي چې د سیمې د ځينو هېوادونو هڅې په تېره بیا په تاجکستان کې درې اړخیزه غونډه د افغانستان او پاکستان اړیکې ښې کړي؟

د افغانستان د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېسیون غړي محمد داوود کلکاني د دې پوښتنې په ځواب کې ازادي راډيو ته وویل، پاکستان یوازې د نړیوالو فشارونو د کمېدو هڅې کوي.
​نوموړی زیاتوي:

“دوی غواړي په یو نه یو ډول نړیوال ذهنیت ته بدلون ورکړي، فشارونه کم کړي او یوه لوبه ترسره کړي ترڅو له هغې لارې خپل اهداف تعقیب کړي، په دې معنی چې پاکستانیان صادقانه څه نه‌کوي هغوی که په خپل هېواد کې پر طالبانو سرچینې وتړي طالبان خبرو ته غاړه ږدي.”

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د امریکا د سنا مجلس مخکښو غړو ویلي چې په پاکستان کې د حقاني شبکې پټ مرکزونه نور د منلو نه‎دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي چې د امریکايي سناتورانو سره د هغه هېواد صدراعظم نواز شریف په وروستۍ لیدنه کې ټينګار کړی چې پاکستان په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره خپلې هېڅ ډول مرستې نه‌سپموي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.