ارګ: تمه ده د امریکا په نوې ستراتيژي کې پر پاکستان لازم فشارونه راوړل شي

 

دآزادی راډیو

افغان حکومت وايي، د امریکا له لورې پر پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د لازم فشار نه راوړل د امریکا تېروتنه وه.

د امریکا د دفاع وزیر له هغه څرګندونو وروسته چې دوی به په افغانستان کې پخوانۍ تېروتنې تکرار نه کړي، افغان حکومت وايي، د ترهګرو د اصلي ځالو د له منځه وړلو پرځای په افغان خاوره کې بمباري او عملیات د امریکا تېروتنه وه.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب الله ازاد د شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، تمه ده چې د افغانستان په اړه د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې پر پاکستان لازم فشارونه راوړل شي.
نوموړي زیاته کړه:

“د امریکا د متحدو ایالتونو له تېروتنو یوه دا هم وه چې پر پاکستان یې لازم فشار نه دی راوستلی، خو دا ځل افغان حکومت په دې وتوانید چې د خپلو وړاندیزونو په وړاندې کولو سره دوی قانع کړي څو خپله ستراتیژي هغه ډول جوړه کړي چې د دغې بد مرغې جګړه کچه په لنډ وخت کې تر یو بریده راټېټه شي.”

دا په داسې حال کې ده چې تازه د امریکا د دفاع وزیر جمیز متېس ویلي امریکا به په افغانستان کې پخوانۍ تېروتنې تکرار نه کړي.

که څه هم ښاغلي متېس د امریکا د تېروتنو په اړه ډېر څه نه دي ویلي، خو یې ټینګار یې کړی چې امریکا به پرې نه ږدي چې افغانستان یو ځل بیا ترهګرو ته په امن پټن ځای بدل شي.

تر دې وړاندې هم د امریکا دفاع وزیر د دغه هېواد سنا مجلس ته په خبرو کې اندېښنه ښودلې وه چې امریکا دا مهال په افغان جګړه کې بریالۍ نه ده روانه.

له دې ټولو سره ـ سره د ځینو سرچینو په حواله د امریکا دفاع وزارت په افغانستان کې د امنیتي حالاتو د کابو کېدو په موخه د څلور زره امریکا سرتېرو د استولو پرېکړه کړه ده.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړی نادرخان کټوازی وايي، تر کومه چې امریکا پر پاکستان فشار رانه وړي په افغان جګړه کې یې بری امکان نه لري.
نوموړي زیاته کړه:

“که دوی پر پاکستان فشار نه راوړي نو سرله اوسه دې ځان ناکامه وبولي، دوی دې کوښښ وکړي چې پاکستان مجبوره شي او طالبانو سولې ته وهڅوي.”

که څه هم د افغانستان په اړه د امریکا نوې ستراتیژۍ نه ده اعلان شوې خو تمه کېږي چې په پلي کېدو سره به یې تر یو بریده افغان جګړه مهار او پر پاکستان به د امریکا فشارونه زیات شي.

د کابل پوهنتون استاد او د سیاسي چارو پوه نصرالله ستانکزی وايي، امریکایانو په افغانستان کې پوځي او سیاسي تېروتنې کړي، خو په افغان جګړه کې یې بری مستقیم د پاکستان له رښتینې همکارۍ سره تړاو لري.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.