ارګ: تر دې وروسته سوله د جګړې له میدانه تر لاسه کوو

 

دآزادی راډیو

افغان حکومت ټینګار کوي چې تر دې وروسته به سوله د جګړې له لارې تر لاسه کړي.

پر وسله‌والو طالبانو د فشارونو په دوام، اوس د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې طالبانو د سولې د خبرو فرصت له لاسه ورکړی او تر دې وروسته به دوی سوله د جګړې له لارې تر لاسه کړي.

مخکې تر دې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ دا ویلي چې په افغانستان کې وروستیو حملو ته په پام سره امریکا نه‌غواړي چې له طالبانو سره خبرې وکړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۱۰» ازادي راډیو ته وویل چې افغان ځواکونه د جګړې په ډکر کې بریالي دي او وسله‌وال طالبان به ډېر ژر څنډې ته شي.

مرتضوي: سوله د جګړې له میدانه تر لاسه کوو.

نوموړي زیاته کړه:

“سوله د جګړې له میدانه تر لاسه کوو، موږ د جګړې په ډګر کې بریالي یو، او دوی «طالبان» به ډېر ژر څنډې ته شي، ماته به وخوري او دا د خلکو لپاره یو ډېر ښه زېری دی.”

وسله‌وال طالبان به ډېر ژر څنډې ته شي.

جمهوري ریاست د ازادي راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا له طالبانو سره به د سولې د خبرو دروازې وتړل شي وویل، یوازې د هغو کسانو په وړاندې به دا دروازې پرانیستې وي چې خپله وسله پر ځمکه ږدي.

تر دې مخکې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم ویلي و چې طالبانو په خپلو وروستیو حملو سره له سرې کرښې اوښتي او د دغې ډلې په وړاندې به له ټولو وسیلو کار واخیستل شي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم طالبانو او د افغانستان اوسني وضعیت ته په پام سره ویلي چې فکر نه‌کوي چې د امریکا متحده ایالات دې اوس‌مهال د خبرو لپاره چمتو وي.

ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غړو سره په کتنه کې ویلي، امریکا چې د کوم مأموریت لپاره په افغانستان کې ده، هغه به بشپړوي او دا وړتیا په‌کې ده.

د نوموړي په خبره طالبان د ښځو او ماشومانو په ګډون بې‌ګناه افغانان په بې‌رحمۍ سره وژني چې دا یوه فاجعه ده.

وسله‌والو طالبانو بیا د ولسمشر ټرمپ د څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی.

د دې ډلې یوه ویاند ذبیح‌الله مجاهد رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي چې د جګړې د اوږدېدو پړه د امریکا او د هغوی د ملګرو په غاړه ده، او د ده په وینا د کابل اداره د سولې صلاحیت نه‌لري.

د کابل په موټر بم چاودنه کې لا هم یو شمېر کسان لادرکه دي

ارګ او سپینه ماڼۍ په داسې حال کې د طالبانو په وړاندې د پالېسۍ د بدلون خبره کوي چې کابل په تېرو وروستیو څو ورځو کې د خونړیو حملو شاهد و.

د کابل پر انټرکانټیننټال هوټل ډله‌ییز برید، د جمهوریت روغتون مخې ته موټر بم حمله او دغه‌شان د ۱۱۱ فرقې د کنډک پر یو جزوتام حمله چې په ټوله کې په دغو پېښو کې ۱۳۰ تنه ووژل شول او په سلګونه نور ټپیان شول.

د کورنیو چارو وزارت: پر کانټیننټال هوټل برید کې د ۱۴ بهرنیانو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي

مجروح: د کابل په نننۍ چاودنه کې ۹۵ تنه وژل شوي او ۱۵۸ ټپیان دي

دفاع وزارت: د ۱۱۱مې فرقې د یو کنډک پر جز و تام حمله کې ۱۱ سرتېري وژل شوي

دا په داسې حال کې ده چې د اندونیزیا ولسمشر د دوشنبې په ورځ کابل ته راغی او د افغانستان د سولې په برخه کې یې د هغه هېواد د رول په اړه له افغان چارواکو سره خبرې وکړې.

خو د سولې د عالي شورا غړی حاجي دین محمد د حکومت برخلاف د سولې پر خبرو ټینګار لري او پوځي لار د ستونزې حل نه‌ګني.

حاجي دین محمد: پرته له خبرو ټول مسایل د جګړې له لارې نه‌حلېږي.

دی وايي، جګړه غځېږي:

“پرته له خبرو ټول مسایل د جګړې له لارې نه‌حلېږي، د افغانستان د مسایلو حل دا شان شونی دی چې افغانان له افغانانو سره کېني او موږ دا کار کوو، هغوی «امریکا» درېیم اړخ دی، که جکړه زیاتوي او که کموي یې خو زموږ نظر دا دی چې د خبرو لار ونیول شي.”

زموږ نظر دا دی چې د خبرو لار ونیول شي.

له وسله‌والو طالبانو سره د سولې او جګړې په تړاو د افغان حکومت او د سولې د عالي شورا ترمنځ په لیدلوري کې توپیر په داسې حال کې لیدل کېږي چې یو شمېر افغان کارپوهان په یادو دواړو برخو کې د بري پر وړاندې خنډ همدا اختلافونه او د نظر د یووالي نه‌موجودیت ګڼي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.