ارګ: اوس زموږ لومړیتوب د سولې مشورتي لویې جرګې جوړېدل دي

دآزادی راډیو

افغان حکومت وایي، د قطر ناسته له لغوه کېدو سره اوس د سولې مشورتي لویې جرګې جوړېدل لومړیتوب دی.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته په‌دې اړه وویل:

“اوس زموږ لومړیتوب د سولې مشورتي لویې جرګې جوړېدل دي او په قطر کې جوړېدونکې ناسته د اوس لپاره لغوه شوه.”

په قطر کې د طالب استازو دفتر
افغان حکومت وايي، د قطر حکومت د دوحې کنفرانس لغوه کړ
ښاغلي مرتضوي دا هم وویل چې د افغان حکومت له لوري د قطر پایتخت دوحې ته د له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو لپاره د ورتلونکي پلاوي نوم‌لړ په مقابل کې د قطر له لوري یو بل لېست وړاندې شو چې دا د سولې لپاره د افغانانو د ارادې سپکاوی وو.

د نوموړي په خبره، دا چمتو شوی نوم‌لړ هر اړخېز وو چې د هېواد د بېلابېلو قشرونو استازي په‌کې شامل وو.

ټاکل شوې وه، له قطر ناستې وروسته له طالبانو سره د سولې لپاره د خلکو د نظریاتو د اورېدو لپاره په افغانستان کې د سولې مشورتي لویه جرګه جوړه شي، خو اوس چې د قطر ناسته لغوه شوه، افغان حکومت ټینګار کوي چې په ټاکل شوې نېټه دې د سولې مشورتي لویه جرګه جوړه شي.

د سولې مشورتي لویه جرګې کمېسیون د معلوماتو له مخې دغه جرګه به راتلونکې ثور میاشتې په نهمه جوړه او څلور ورځې به دوام وکړي چې د ټول هېواد په کچه به په‌کې دوه نیم زره کسان برخه واخلي.

له دې سره د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړولو کمېسیون مرستیال ضیاالحق امرخېل ازادي راډيو ته وویل چې دغې جرګې ته ټول تدابیر نیول شوي او په خپله ټاکل شوې نېټه به جوړه شي.
ښاغلي امرخېل د دغې جرګې د څرنګوالي په اړه ډاډ ورکړ:

“موږ ټول تدابیر نیولي او موږ خلکو او سیاسونو ته ډاډ ورکوو چې له دغې جرګې نه د کوم کمپاین لپاره ترې استفاده نه کېږي، دلته یوازې یو کمپاین کېږي چې هغه د سولې کمپاین دی.”

ضیاالحق امرخېل وایي، د دغې جرګې لپاره د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو او سیمو د علماوو، ښځو، قومي مشرانو، او ژورنالېستانو له ډلو استازي ټاکل شوي او د خلکو نظریات له طالبانو سره د سولې په تړاو شریک کړي.

راپور: فېروزه عزیزي

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.