اروپايي ټولنې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې له افغانستان سره د همکارۍ پر دوام ټينګار وکړ

 
کابل (پژواک، ٣ سلواغه ٩٧): اروپايي ټولنه وايي چې دوى له افغانانو سره ولاړ دي او له ترهګرۍ سره مبارزه کې به یې له افغانستان سره مرستې دوام ولري.

د امنيت له شورا د سلواغې په ٣مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولاند کوبيا د ملي امنيت له سلاکار ډاکټر حمد الله محب سره وليدل.

سرچينې زياته کړې چې د دې ليدنې پر مهال د افغان سولې په بهیر کې د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د همکارۍ د عمل پر پلان او د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا بحث وشو او نظریات شريک شول.

په خبرپاڼه کې راغلي، ټاکل شوې ده چې ګډ ټیمونه به نږدې راتلونکي کې د یاد پلان پر جزئیاتو کار پيل کړي.

د ملي امنیت سلاکار په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د ونډې او مرستو قدرداني وکړه او د افغانستان له دولت او خلکو يې د اروپايي ټولنې د ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي کوبیا له ترهګرۍ سره مبارزې او د سولې بهیر کې د افغان حکومت لاسته راوړنې وستایلې او ډاډ یې ورکړ چې اروپايي ټولنه به د افغانستان د دولت او خلکو په خوا کې پاتې شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.