اروپايي ټولنه: پر جنرال دوستم د لګېدلو تورونو څېړنه دې پر وخت بشپړه شي

 

 

کابل (پژواک، ٢٢ چنګاښ ٩٦): اروپايي ټولنه، په افغانستان کې د دې ټولنې غړي هېوادونه او ناروې ټينګار کوي چې د ولسمشر پر لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم لګېدلي تورونه دې په يوه عادلانه محکمه کې چې قانوني پړاوونه په کې رعايت شوي وي، وڅېړل شي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې په خبرپاڼه کې چې يوه کاپي يې پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، ويل شوي چې اروپايي ټولنه، په افغانستان کې د دې ټولنې غړي هېوادونه او ناروې غواړي چې د ولسمشر پر لومړي مرستيال جنرال دوستم له بشري حقونو د سرغړونې او له واکه د ناوړې ګټې اخيستنې تورونه دې په يوه عادلانه محکمه کې چې قانوني پړاوونه يې بشپړ کړي او له معافيت نه پاکه وي، پر ټاکلي وخت بشپړې شي.

دغه راز اروپايي ټولنه په افغانستان کې د دې ټولنې غړي هېوادونه او ناروې له ټولو افغانانو غواړي چې پر بشپړ درناوى ولاړې ډيموکراسۍ، سولې او ثبات د رواجولو په موخه د موقف او ټولنيز مقام له په پام کې نيولو پرته، پر ټولو افغانانو قانون پلى کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لويې څارنوالۍ پرون اعلان وکړ چې د جنرال دوستم او احمد ايشچي د قضيې په اړه د دې ادارې څېړنې بشپړې شوې او دغه قضيه په دې وروستيو کې د لا نورو څېړنو په موخه سترې محکمې ته استول شوې ده.

له بلې خوا په افغانستان کې د امريکا سرپرست سفير، هوګولارنس (Hugo Llorens) هم ويلي چې د امريکا دولت، نړيواله ټولنه او د افغانستان خلک د دوستم د دوسيې په اړه د څېړنو له تر سره کېدو ملاتړ کوي.

د جوزجان پخواني والي او د جنرال دوستم يوه سياسي رقيب احمد ايشچي د تېر کال په ليندۍ مياشت کې ادعا وکړه چې د جنرال دوستم له خوا تښتول شوى او جنسي ناوړه چلند ورسره شوى چې له هغې وروسته د هېواد لويې څارنوالۍ د لګېدلو تورونو په اړه څېړنې پيل کړې.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.