اروپايي اتحادیې له افغانستان سره ۴۷۴ ملیون یورو مرسته اعلان کړه

 

تاند- اروپايي کمیسیون د سې شنبې په ورځ د دولت جوړولو، د عامه سیکتور د اصلاحاتو، روغتیا، عدالت، انتخاباتو او دغه راز د مهاجرت او بې ځایه کېدو په برخو کې له افغانستان سره د مرستې لپاره د ۴۷۴ ملیون یورو پکېج اعلان کړ.

د اروپايي کمیسیون د نړیوالې همکارۍ او پرمختګ کمیشنر نیفین میمیکا دا اعلان نن /سې شنبه/ د افغانستان په اړه د جینیوا په کنفرانس کې اعلان کړ او د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې یې د دغه هیواد له مالیې وزیر محمد همایون قیومي سره موافقه لاسلیک کړه.

ښاغلي میمیکا وویل«اروپايي اتحادیه له افغانستان او خلکو سره یې د دغه هیواد د ښې او قوي راتلونکې په جوړولو کې څنګ په څنګ ولاړه ده. د اروپايي اتحادیې د ۴۷۴ ملیون یورو نوې مرسته به د افغانستان د سولې او امنیت د ستونزو له کمولو سره لاس وکړي او د ښې او لا ثباتمنې ټولنې د جوړولو بنسټ به کښېږدي. د ګډو هلوځلو په وسیله موږ غواړو چې په مرستو د افغانستان اتکا کمه کړو او د ټولو افغانانو په ګټه پر ولسواکې حکومتولۍ پانګونه وکړو.»

مخکې ویل شوي و چې د جینیوا په کنفرانس کې به له افغانستان سره د نویو مرستو ژمنه نه کېږي بلکې افغانستان به د خپلو هغو ژمنو په اړه سپیناوی کوي چې په تېر نړیوال کنفرانس کې یې نړیوالې ټولنې ته ورکړې وې.

د افغانستان په اړه د جینیوا نړیوال دوه ورځینی کنفرانس نن د ولسمشر محمد اشرف غني په وینا پرانیستل شو.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.