احمد ضیا مسعود: په شمال کې د حکومت پر ضد جنګېدونکي وسله وال کسان د جمعیت ګوند غړي دي
تاند – د جمعیت ګوند یومهم غړی احمدضیا مسعود وایي چې د افغانستان په شمال کې د حکومتي قواوو پر ضد جنګېدونکې ډلې د اسلامي جمعیت او ملي جنبش د اجیرانو دي.
احمد ضیا مسعود د نظار شورا د وژل شوي قوماندان احمدشاه مسعود ورور دی، او د پخواني ولسمشر کرزي په واکمنۍ کې، چې د اداري فساد له امله ډېره مشهوره وه، یوه دوره د هغه مرستیال وو.
ښاغلي مسعود دا خبرې نن د مشرانو جرګې د مرستیال د زوی، سالم ایزدیار، د لومړي تلین په مناسبت غونډه کې په کابل کې وکړې. ایزدیار یو کال مخکې د کابل ښار د عامه نظم د ګډوډولو په نیت شوې مظاهره کې د عامه نظم د پولیسو په ډزو کې وژل شوی وو.
احمد ضیا مسعود په ولسمشر اشرف غني انتقادونه وکړل چې په دوره کې یې د افغانستان امنیت اواقتصاد خراب شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې یوې خواته پخپله وایي چې د امنیت په ګډوډولو کې د دوی د ډلې کسان لاس لري او بلې خوا ته دی او د ډلې غړي په داسې پېښو کې لاس لري چې په یو ځل ورسره ۵۲ میلیونه ډالر هم نیول شوي دي (په دې هکله د ګارډین مجلې راپور).
ښاغلی مسعود په تېرو انتخاباتو کې د ولسمشر غني د ټیم غړی او بیا یو مهم چارواکی شو، خو د نه وړتیا له امله نژدې یو کال مخکې له کاره ګوښه کړای شو.
تر دې مخکې، هم ویل شوي وو چې جمعیت ګوند او په ځانګړې توګه د بلخ پخوانی والي عطامحمد نور په شمال کې د طالبانو په نامه وسله والې ډلې لري، خو جمعیت دا خبره په رسمي توګه نه منله.
نظرات بسته شده است.