احمدزی: چې ولسمشر تذکره وانهخلي د بایو مټریک پروسه به له ارګه بهر پیل نهشي
دآزادی راډیو
سره له دې چې د برښنايي تذکرې لپاره د ولسمشر محمد اشرف غني له بایو مټریک کېدو دوه اوونۍ تېرېږي، د نفوسو د احوالو د ثبت اداره وايي، تراوسه د ښاغلي غني تذکره نهده چاپ شوې.
د دې ادارې ویاند روحالله احمدزي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، کله چې ولسمشر د تذکرې اخېستلو لپاره چمتو شو، تذکره به یې چاپ او ورکړل شي.
د ښاغلي احمدزي په خبره د ولسمشر تر تذکرې اخېستلو پورې به دوی د برښنايي تذکرو د بایو مټریک پروسه له ارګه بهر پیل نهکړي.
د برښنايي تذکرو د ویش پروسه څنګه پرمختللې؟
دی وايي، دا مهال دا پروسه په ارګ کې هم درېدلې ده:
“موږ د ولسمشر یا جمهوري ریاست هدایت ته منتظر یو، هر کله چې دوی موږ ته هدایت وکړي، موږ د بایومټریک پروسه له سره پیلوو، دا ځکه چې دوی تراوسه د ټاپي په پروژه کې بوخت وو، خو انشالله نن یا سبا به دا پروسه بیا پیل شي.”
د ولسمشر ویاندویان په دې اړه چې نوموړی به کله تذکره واخلي او یا دا چې د تذکرو د بایومټریک پروسه به بیا کله پیلېږي په رسمي ډول څه نه وايي.
خو په ارګ کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم واخېستل شي ازادي راډیو ته وویل، د ټاپي پروژې د پرانېستې په مراسمو کې د بوختیاوو او هرات ته د ولسمشر محمد اشرف غني د سفر له امله دا پروسه درول شوې، خو ډېر ژر به بېرته پیل شي.
بېل خپروونکی
د نفوسو د احوالو د ثبت مرکزي ادارې د دلوې د میاشتې په ۲۷مه نېټه د برښنايي تذکرو لپاره د بایومټریک پروسه په ولسمشری ماڼۍ کې پیل کړه.
ولسمشر محمد اشرف غني، بي بي ګل غني او د ولسمشر دوهم مرستیال هغه لومړني کسان وو چې د برښنايي تذکرو لپاره یې خپل معلومات ثبت او بایو مټریک کړل.
د دې پروسې له پیلېدو سره ځينو کسانو په برښنايي تذکرو کې د افغان کلمې له لیکلو سره مخالفت وښود او ویلي یې وو چې دغه تذکرې به وا نهخلي.
اجرائیه ریاست له دې وړاندې په یوه اعلامیه کې ویلي، د برښنايي تذکرو ویش د یوې سترې ملي قضيي په توګه لاخبرو ته اړتیا لري چې په اړه يې یوه ملي اجماع او ټولیزه موافقه تر لاسه شي.
د نفوسو د احوالو د ثبت مرکزي اداره وايي، تر اوسه نېږدې ۶۰۰ کسان چې دولتي چارواکي، د ملي شورا غړي او مدني فعالان پهکې شامل دي، د برښنايي تذکرو د اخېستلو لپاره بایو مټریک شوي دي.
له دې سره په ارګ کې د بایو مټریک پروسې د درېدلو چارې د مشرانو جرګې د ځينو غړو تُند غبرګون راپارولی دي.
د دغې جرګې دوهم منشي فیصل سمیع د دوشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا پروسه نمایشي وبلله او ویې ویل، دا د دې ښکارندويي کوي چې د برښنايي تذکرو د ویش لپاره جدي اراده نهده موجوده.
نوموړی زیاتوي:
“تر هغې ځایه پورې چې زه معلومات لرم، د نفوسو د احوالو د ثبت اداره له تخنیکې اړخه هېڅ ستونزه نهلري او د دوی ماشینونه کولای شي هره ورځ ۴۰ زره تذکرې چاپ کړي، خو موږ تراوسه عملي اقدامات نه وینو او دا پروسه یوازې نمایشي بڼه لري.”
د ښاغلي سمیع په خبره که د نفوسو د احوالو د ثبت اداره د برښنايي تذکرو د ویش لپاره جدي اراده لري، باید له ارګه بهر هم د بایو مټریک مرکزونه فعال کړي.
دی وايي، د دغو مرکزونو له فعالېدو سره به دا پروسه سراسري او په زرګونه کسان به د برښنايي تذکرو د اخېستلو لپاره مراجعه وکړي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ
نظرات بسته شده است.