احمدزی: له نوې ټکنالوژۍ د ګټې اخیستنې کمېټې راپور رارسېدلی ۱ ساعت مخکې

 

 

دآزادی راډیو
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، راتلونکو انتخاباتو ته د چمتووالي په لړکې له نوې ټکنالوژۍ څخه د ګټې اخیستنې اړوند ټیم خپل کاري راپور له سمون وروسته دوی ته سپارلی چې ژربه له ولسمشر او نورو حکومتي چارواکو سره شریک کړای شي.

د دغه کمېسیون رئیس نجیب الله احمدزي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل د دغې ټنیکالوژۍ په مټ به راتلونکي انتخابات په شفافت ډول ترسره شي.
نوموړي زیاته کړه:

“وروستی راپور یې موږ ته پرون سپارلی، دغه راپور به موږ، له ټولو ډونرانو او ولسمشر سره شریک کړو، موږ غواړو چې راتلونکي انتخابات که د ولسي جرګې وي، که د ولسوالیو شوراګانو او یا هم که د جمهوري ریاست وي موږ په یوه ماډرن او نوې ټینکالوژۍ سره ترسره کړو.”

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویاند ګلاجان بدیع صیاد د سې شنبې په ورځ ازادي راډيوته ویلي په انتخاباتو کې له نوې ټکنالوژۍ څخه د ګټې اخیستنې له معلومېدو وروسته به هڅه وشي، څو د روانې میلادي میاشتې تر پایه د اننتخاباتو د ترسره کېدو نېټه اعلان کړي.

له دې وړاندې ملي شورا څو ځله له حکومته غوښتي و چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو لپاره دې نېټه ژر اعلان کړي.

د ولسي جرګې یوشمېر غړیو دا هم ویلي چې حکومت په پام کې لري چې د ولسي جرګې، ولسمشرۍ او د ولسوالیو شوراګانو انتخابات په یوځای ترسره کړي.

خو اجرائیه ریاست دا څرګندونې رد کړې او ټینګار يې وکړ؛ حکومت اراده نه لري چې د جمهوري ریاست، ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات یوځای ترسره کړي.

د دغه ریاست ویاند جاوید فیصل تېره اوونۍ په یوه خبري غونډه کې ویلي و، حکومت د انتخاباتو خپلواک کمېسیون سره په ګډه کار کوي، څو په روان لمریز کال کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات وکړي.

که څه هم د انتخاباتو د څار یوشمېر بنسټونه له دې اقدام هرکلی کوي، خو وايي ټکنالوژي کم، بلکې د انتخاباتو د کمېسیون پرېکړې د انتخاباتو پر شفافیت زیات تاثیر اچوي.

د افغانستان ازادو او عادلانه انتخاباتو موسسې یا فیفا اجرائیه رئیس یوسف رشید ازادي راډیو ته وویل د راتلونکو انتخاباتو پر وړاندې تر ټولو زیاته ننګونه د زورواکو مداخله ده.
نوموړي زیاته کړه:

“ټکنالوژي کولای شي په هغه مواردو کې د درغلیو او یا د رایو په شمېرو کې بدلون راوستلو یا پروسس کولو برخه کې تاثیر وکړي، اما په ټوله کې په انتخاباتو کې په دې شرط تاثیر نه کوي، د انتخاباتو شفافیت د کمېسیون له پریکړو سره اړیکه لري، که پریکړې انتخاباتو ته دلاس رسي وړ وي، د قوانینو مطابق وي او مدني ټولنې او مطبوعاتو ورباندې خبرې وي.”

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو مؤسسه یا فیفا وايي، د دوی موندنې ښيي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د رای ورکوونکو د لېستونو په تیارولو، د رایې ورکولو د مرکزونو په برابرولو، د انتخاباتو د روڼتیا د تأمینولو او د یاد کمېسیون د خپلواکۍ د خوندیتوب په برخه کې خپلې ژمنې نه‎ دي عملي کړي.

بل خوا د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، په کمېسیون کې د اصلاحاتو لړۍ پیل شوې چې په راتلونکې یوه میاشت کې به د یو شمېر ولایتونو او په مرکزي دفتر کې ځینې ریاستونه او نورې ادارې د ازادې سیالۍ لپاره اعلان شي او همدارنګه به د رای ورکولو د مرکزونو له سره څېړنه هم پیل شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.