اجرائیه ریاست: د پاکستان په اړه د خلیل‌زاد څرګندونې د افغان حکومت غوښتنې سره ورته دي

 

ذآزادی راډیو

د افغان حکومت اجرائیه ریاست په کابل کې د امریکا د پخواني سفیر زلمي خلیل‌زاد د څرګندونو په تائید سره وايي چې امریکا او نړیواله ټولنه باید له هرو ممکنو لارو پر پاکستان فشار راوړي چې د ترورېزم ځالې له‌منځه یوسي.

د اجرئیه رئیس مرستیال ویاند امید میثم د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د ښاغلي خلیل‌زاد څرګندونې د افغان حکومت له غوښتنې سره ورته دي چې پاملرنې ته اړتیا لري.
نوموړي زیاته کړ:

“کولای شو چې د خلیلزاد د څرګندونو یوه برخه تائید کړو او هغه دا چې له شک پرته د ترورېستي ډلو ځالې په پاکستان کې دي، له هغې ځایه تمویل او تجهیزیږي او افغانستان ته رالېږل کېږي چې په افغانستان کې یې جګړې او وحشت خپور کړی دی دا موضوع کېدای شي پر سیمه اغیز ولري او له بې ثباتي سره یې مخ کړي.”

ښاغلی میثم وايي چې د پاکستان له خاورې د تروریستانو ملاتړ د هېڅ هېواد په ګټه نه دی او هم پاکستان ته نه ښايي چې ورته کار ته دوام ورکړي.

دا څرګندونې له هغې وروسته مطرح کېږي چې په کابل کې د امریکا پخواني سفیر او د امریکا د جمهوریت غوښتونکو ګوند پلوي زلمي خلیلزاد له ازادي راډيو سره په یوه تازه مرکه کې پاکستان په افغانستان کې د ستونزو مور بللي ده.
په دې ځانګړې مرکه کې زلمي خلیلزاد ټینګار کړی چې باید پر پاکستان سیاسي او اقتصادي فشار راوړل شي او په هغه هېواد کې د تروریستانو ځالې په نښه شي.

له دې سره د ولسي جرګې ځينې غړي هم د زلمي خلیلزاد پر څرګندونو د تائید مهر لګوي وايي چې افغان ملت هم ورته نظر لري.

د یادې جرګې د دفاعي کمېسیون غړی خالد پښتون وايي دې ډول څرګندونو ته باید په نړیواله کچه پاملرنه وشي.

نوموړي زیاته کړه:

“دا خبره نه یوازې خلیلزاد او زه کوو بلکې د افغانستان ټول خلک په همدې باور دي چې اساسي ستونزه د پاکستان له خوا ده نه په افغانستان کې.”

ښاغلی پښتون ټینګار کوي تر کومه چې په پاکستان کې د تروریستي ډلو د له منځه وړلو اقدام ونه شي په افغانستان کې سوله نه شي ټینګېدای.

په ورته وخت کې د پوځي چارو کارپوه باري عارض د زلمي خلیلزاد څرګندونې پر ځای بولي وايي چې خلیلزاد د امریکا اوسني حکومت ته نېږدې کس دی او نظر یې د امریکا پر پالیسۍ اغیز لرلای شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.