اجرائیه رئیس: د برښنایي تذکرو وېش هغه وخت شونی دی چې د خلکو قناعت خپل کړي

 

دآزادی راډیو

د افغان حکومت اجرائیه رئیس د برښنايي تذکرو په وېش کې ځنډ پر ځای ګني او وايي چې دا کار هغه مهال شونی دی چې د افغانستان د خلکو قناعت خپل کړي.

اجرائیه رئیس وايي، که څه هم د برښنايي تذکرو د وېش لپاره تخنیکي چارې بشپړې شوي، خو په خبره‌یې چې د دغې لړۍ د پیلېدو په اړه لا جدي بحثونه موجود دي.

عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۸» د وزیرانو شورا تر غونډې دمخه رسنیو ته وویل، د دغه ملي بهیر د پیلېدو لپاره د خلکو قناعت مهم دی.
​ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

“په داسې حال کې چې تخنیکي تیارۍ نیول شوې وې او ټاکل شوې وه چې دغه لړۍ پېل شي، خو تاسو پوهېږئ چې په دې برخه کې لا جدي بحثونه موجود دي. د خلکو نظرونه ډېر مهم دي، نو دغه لړۍ چې ځنډېدلې، پر ځای ده او دا بهیر به هله پیل شي چې د افغانستان د خلکو د قناعت وړ وي.”

ښاغلي عبدالله وویل چې د دغه ملي بهیر د پیلېدو په اړه د ملي يووالي حکومت د خلکو له استازو سره بحثونه او خبرې اترې پېل کړې دي.

د اجرائيه رئیس په خبره، که په دې برخه کې د خلکو ترمنځ بحث او خبرو اترو ته اړتیا ولېدل شي او نتیجه‌يې د افغانستان د ټولو خلکو د قناعت وړ وي، دی یې ملاتړ کوي.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې شااوخوا درې اوونۍ مخکې د نفوسو د ثبت او احوال د قانون د ځینو مادو د بدلولو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان، د ملي شورا د دواړو جرګو د ګډ کمېسیون له‌خوا تأيید شو چې له مخې یې باید په برښنايي تذکرو کې د افغان، قوم او مذهب کلمې ولیکل شي.

خو د ولسي جرګې ځیني غړي بیا له دې موضوع سره مخالفت ښيي او د شنبې په ورځ‌یې هم د جرګې په عمومي غونډه کې پر یادې موضوع تاوده بحثونه وکړل.

بل‌خوا د افغانستان مشرانو جرګې بیا د یکشنبې په ورځ د دې جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې د برښنايي تذکرو موضوع په بشپړه توګه حل شوې او د وېش ځنډ ته‌یې هېڅ پلمه نه‌ده پاتې.

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار له ولسمشر او اجرائیه رئیس وغوښتل چې د برښنايي تذکرو د وېش لړۍ پرته له ځنډه پیل کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د نفوسو د ثبت او احوال د مرکزي ادارې ویاند روح‌الله احمدزي ازادي راډیو ته ویلي چې د برښنايي تذکرو د وېش په وړاندې کومه تخنیکي ستونزه نه‌ده پاتې او د دغه بهیر د پیلېدو په اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ سره د دوی جدي بحثونه او مشورې روانې دي.

د افغانستان په جمهوري ریاست کې یوې سرچینې هم ازادي راډیو ته ویلي وو چې د برښنايي تذکرو وېش به ډېر ژر پیل شي.

خو له دې ټولو سره سره د حقوقي او سیاسي چارو کارپوه او د پوهنتون استاد ودیر صافی وايي، د برښنايي تذکرو د وېش په برخه کې په قانوني او حقوقي لحاظ کوم خنډ نه‌لیدل کېږي او پرته له ځڼده باید پیل شي.
ښاغلی صافی وایي:

“د اساسي قانون او په حقوقي لحاظ هېڅ نوعه خنډ نه‌شته، وروستۍ پرېکړه شوې ده، د حکومت وروستی وړاندیز ګډ کمېسيون و چې د دغه کمېسيون اکثریت غړو چې ۱۲ تنه وو، پرېکړه‌یې کړې، نو په دې برخه کې نورو خبرو ته اړتیا نه‌پيدا کېږي.”

ښاغلی صافی وايي، دا چې د حکومت اجرائیه رئیس د څو تنو وکیلانو په غوښتنه دغه ملي بهیر ځنډوي، دا د اساسي قانون خلاف او د خلکو په خیر کار نه‌دی.

 

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.