اجرائيه رئیس د سولې په پروسه کې د ټولو افغانانو د حقونو د خوندیتوب ډاډ ورکوي

 

تاند
د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، د سولې په خبرو اترو کې به د ټولو افغانانو حقونه خوندي وي او مرکچي ټیم به د ټولو افغانانو استازولي وکړي.

ښاغلي عبدالله دا خبره نن /چهارشنبه/ په کابل کې د پروموټ مشارکت له لوري په سوله کې د ښځو د ونډې په ملي کنفرانس کې وکړه.

اجرائيه رئيس د دې ملي کنفرانس او په کې د سولې په اړه د روانو بحثونو هرکلی وکړ، ویې ویل،په اوسني وخت کې د ټولو افغانانو ترمنځ دت ډول بحثونو او ناستو ته اړتیا ده څو د سولې په اړه د ټولو افغانانو ترمنځ مشورې وشي.

هغه نننۍ ناسته د افغانانو د بحثونو پيل یاد کړ او ویې ویل، د سولې پروسه د ټولو افغانانو په برخلیک اغېز لري له همدې امله باید د ټولو نظرونه اخیستل شوي وي.

اجرائيه رئيس زیاته کړه، له کلونو کلونو راهیسې ټول افغانان د سولې غوښتونکي و؛ خو له افغان حکومت سره د خبرو لپاره د مقابل لوري نه چمتو کېدو دغه پروسه وځنډوله؛ خو ټینګار یې وکړ چې په اوسني برابر شوي فرصت کې باید پیش قدم اوسو او د سولې مذاکراتو ته له هر ډول مخکیني شرط پرته چمتو یو.

اجرائيه رئيس وویل: که چېرې د دې بحثونو او هڅو په لړ کې وتوانېږو چې مقابل لوری له وژنو، انفجار او انتحاره راوګرځوو او له سیاسي لارې یې د فعالیت پیلولو ته راضي کړو، دا به مو ستر کار کړی وي؛ خو دا کار اسانه نه دی او زموږ ډېرو هڅو ته اړتیا لري.

اجرائيه رئيس زیاته «تر هغو چې یو بل په متفاوتو نظریاتو سره ونه زغمو پایلې ته نه رسېږو، باید بحث وکړو او په همپالنه کې ژوند وکړو.»

ډاکټرعبدالله عبدالله وویل، که د خدای رضا وه او افغانستان کې سوله راغله ډاډه دی چې هېڅوک به له سولې پښېمانه نه وي؛ خو موږ تلپاتې او باعزته سوله غواړو، چې له یوې خوا ثبات رامنځته کړي او له بلې خوا هماغه کسان چې سوله هم کوي، ځان په حقارت کې ونه ویني، باید په عزت او افتخار سره راشي او په دې ټولنه کې ژوند وکړي.

اجرائيه رئيس وویل، چې ستونزې او فرصتونه مو مشترک دي باید یو بل په تقویت او درک سره د ستونزو لپاره په ګډه حل لارې پيدا کړو او له فرصتونو څخه په ګټه استفاده وکړو.

اجرائيه رئيس وویل، هيڅوک نه غواړي چې بېرته د تاریکۍ دوران ته وګرځي او د افغانانو په قربانیو ترلاسه شوې لاسته راوړنې له لاسه ورکړي، د بیان ازادي، د ښځو حقونه او نورې لاسته راوړنو په اړه نباید څوک اندېښمن اوسي، چې خدای مکړه قرباني نشي.

اجرائيه رئيس ټينګار وکړ«موږ باید د هر چا نظر ته احترام ولرو او وایې ورو. هغه وویل: د مذاکراتو په لړ کې به د افغانستان استازی د ټولنې له ټول قشر څخه استازیتوب وکړي.»

اجرائيه رئیس وویل، چې په افغانستان کې روانې جګړې یوازې له افغانستان څخه نه بلکې له سیمې څخه هم فرصتونه ضایع کړي او که په افغانستان کې سوله تامین شي ستر اقتصادي او سوداګریز فرصتونه سیمې ته راتلونکي دي.

په همدې حال کې د سولې د عالي شورا مرستیالې حبیبیې سرابي ټینګار وکړ، چې د سولې په برخه کې د ښځو ونډه باید له پامه ونه غورځول شي او باید مېرمنې په تصمیم ګیرۍ کې شاملې شي. هغې د سولې په عالي مشورتي بورد نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د ښځو حضور په کې کم دی.

د ښځو د مشارکت مرستیالې ټینګار وکړ، چې نباید د سولې له پروسې څخه د ښځو ونډ حذف شي، ځکه مېرمنې کولای شي چې د سولې په پروسه کې اغېزمنه ونډه واخیستل شي.

په کابل کې د امریکا سفیر جان باس هیله وښوده چې د افغان مېرمنو پر وړاندې ور پرانستل شوی او د سولې په پروسه کې هم باید دوی ونډه هېره نشي. هغه ټینګار وکړ، چې د سولې په مشورتي عالي بورد کې هم شته مېرمنې دې فعال رول ترسره کړي.

د افغانستان حکومت د سولې د مشورتي بورډ د غړیو نومونه او د دې بورډ مسوولیتونه اعلان کړل.

د دې بورډ په غونډو کې د ملي یووالي د حکومت ولسمشر، د ولسمشر مرستیالان، اجراییه رييس او مرستیالان یې، د ملي شورا د دواړو جرګو ريیسان، د سترې محکمې رييس، د ملي امنیت سلاکار، د ولسمشر د دفتر رييس، لوی څارنوال، د ملي امنیت عمومي رييس، په پارلماني چارو کې د دولت وزیر، د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې عمومي رييس، د افغانستان د علماوو شورا رييس او د سولې د عالي شورا د دارالانشا رييس ګډون کوي.

دغه راز له حکومته دباندې دا کسان په بورډ کې شامل دي:

پخوانی ولسمشر حامد کرزی، صبغت الله مجددي، ګلبدین حکمتیار، عبدالرب رسول سیاف، یونس قانوني، سید حامد ګیلاني، محمد کریم خلیلي، صلاح الدین رباني، سید منصور نادري، شیخ اصف محسني، عطا محمد نور، عبدالهادي ارعندیوال، حاجي دین محمد، صدیقه بلخي، امنه افضلي، محمد اسماعیل خان او امرالله صالح.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.