اتمر: پاکستان دې سولې ته نه حاضرېدونکي طالبان له خپلې خاورې وباسي

 

 

افغان حکومت وايي، یواځینۍ غوښتنه یې له پاکستانه دا ده چې سولې ته نه حاضریدونکي طالبان له خپلې خاورې وباسي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر پرون پنجشنبې دا غوښتنه له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړي مرکه کې یاده کړه.

ښاغلي اتمر پرون د روسیې په سوچي ښار کې د لوړپوړو امنیتي چارواکو په نهم امنیتي کنفرانس کې برخه اخېستې وه.

نوموړي وویل:

“زموږ د ټولو ستونزو اصلي سرچینه د پاکستان په سیاست او چلند پورې غوټه ده. دا داسې یوه ستونزه نه‎ده چې یوازې موږ پرې پوهېږو، بلکې ټوله نړۍ درک کړې ده. یو هېواد چې له بده بخته زموږ ګاونډ دی، زموږ ستونزه یې په لاس کې ده. موږ له هغوی غواړو هغه طالبان چې خبرو ته نه حاضرېږي او زموږ خلک راوژني له خپلې خاورې وباسي. همدغه یوه غوښتنه مو ترې ده.”
په سوچي ښار کې د لوړپوړو امنیتي چارواکو نهم کنفرانس پرون او وړمه ورځ دایر شو چې په څنډه کې یې ښاغلي اتمر له خپل پاکستاني سیال ناصرجنجوعه سره هم کتلي دي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ښاغلي اتمر وویل چې ښاغلي جنجوعه سره په هغو مسایلو وغږېد چې تېره میاشت کابل ته د پاکستان د صدراعظم شاهد خاقان عباسي په سفر کې افغانستان او پاکستان موافقه پرې وکړه.

د افغانستان او پاکستان له‎خوا د ترهګرو ډلو پر ضد ګډه مبارزه او د دواړو هېوادونو تر منځ د ژمنو په عملي کېدو د څار میکانېزم جوړول هغه موارد وو چې افغان ولسمشر او د پاکستان صدراعظم پرې موافقه کړې وه.

دوی دواړو د وري (حمل) په ۱۷مه په ارګ کې سره وکتل او دا موافقه یې هم وکړه چې د ملي امنیت سلاکاران او د بهرنیو چارو وزیران د سولې او یووالي لپاره د افغانستان – پاکستان د عمل پلان بشپړ کړي.

اخوا په ناټو کې د امریکا سفیرې کي بیلي هاچیسون پرون پنجشنبې ویلي چې اوس یې وخت را رسېدلی څو پاکستان د افغان سولې او ثبات د ټینګښت لپاره یو رښتینی رول ولوبوي.

مېرمن کي بیلي هاچیسون د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې ازادي راډيو ته وویل چې پاکستان دا توان لري، څو افغانستان ته د ترهګرو له ورتلو مخه ونیسي
نوموړې وايي:

“زه فکر کوم پاکستان باید په‎دې پوه شي چې دا هېواد د نړیوالې ټولنې له‎‌خوا د منزوي کېدو له ګواښ سره مخ دی، نړیواله ټولنه غواړي افغانستان با ثباته کړي او له پاکستانه غواړي چې په‎دې برخه کې مخکښ رول ولوبوي.”

که څه هم پاکستاني چارواکي وايي چې د ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره یې هڅې کړي، خو افغان او امریکايي چارواکي دا هڅې کافي نه بولي او وايي چې ترهګرې ډلې په پاکستان کې امن پټن‎ځایونه لري.

امریکا د روان ۲۰۱۸ کال په لومړیو کې د طالبانو، حقاني شبکې او نورو ترهګرو ډلو د نه ځپلو په دلیل په پاکستان خپلې امنیتي مرستې وځنډولې.

پاکستان وايي، له ترهګرو سره په مبارزه کې یې زیاته قرباني ورکړې او دا تورونه چې ګواکې دا هېواد ترهګرو ته ځالې ورکوي ناسم دي.

صفي‎الله ستانکزی

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.