اتمر له چین څخه وغوښتل چې د عینک او امو پر پروژو له افغانستان سره خبرې وکړي

 
تاند- د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر له چینايی چارواکو سره د امنیتي مسلو ترڅنګ د افغانستان د یو شمېر مهمو اقتصادي پروژو په اړه هم خبرې وکړې.

د ملي امنیت شورا خبرځایونه وايي چې ښاغلي اتمر د چین له باندنیو چارو وزیر وانګ يي سره په کتنه کې د عینک د مسو کان او د امو سین د تېلو د استخراج په ګډون پر بېلاو بېلو پروژو، چې چین پکې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې وه، خبرې وکړې.

اتمر د پنجشنبې په ورځ د خپل چینايي ساري په بلنه دغه هیواد ته په درې ورځیني سفر لاړ.

د ملي امنیت شورا سرچینې وايي چې حنیف اتمر د اموسین د تېلو او د لوګر د عینک د مسو کان د پروژو په برخه کې د ستونزو د حل کولو لپاره وړاندیز وکړ چې د دوو هیوادونو د حکومتونو ترمنځ دې په لوړه کچه خبرې وشي او چین دې خپل تخنیکي ټیمونه افغانستان ته واستوي.

اتمر له چینايي چارواکو دا غوښتنه هم کړې چې د دوو هیوادونو په پوله کې دې پوځي مرکز جوړ کړي چې د ترهګرو د فعالیتونو مخه ونیسي.

دواړو خواوو دغه راز موافقه وکړه چې د چین، افغانستان او پاکستان درې اړخیزې خبرې دې له سره پیل شي.

دواړو خواوو پر دې هم سلا وکړه چې د درو هیوادونو د بهرنیو چارو د مرستیال وزیرانو د کچې راتلونکې درې اړخیزه غونډه دې په کابل کې جوړه شي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل چې هیواد یې د تروریزم پر ضد د افغانستان د هلوځلو ملاتړ کوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.