اتمر له طالبانو وغوښتل چې خپل محبوبیت د توپک د میل پر ځای د رایو په صندوق کې معلوم کړي

 

تاند(پنجشنبه، د اسد۲) د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر نن (پنجشنبه) وړاندیز وکړ چې د هیواد د راتلونکې په اړه دې ولس ته اجازه ورکړل شي چې خپل نظر د ټولپوښتنې یا له یوې بلې لارې څرګند کړي.

ښاغلي اتمر وویل، باید ټولې خواوې د ولس د نظر درناوی وکړي.

د افغانستان د باندنیو چارو وزیر په طالبانو ږغ وکړ چې د توپک د شپېلۍ پر ځای د ولس په رایو د واک د ترلاسه کولو هڅه وکړي او له دې لارې په ولس کې خپل ګرانښت وازمويي.

ده، چې د ویډیو له لارې له کابل څخه د هند ستراټیژیکې ټولنې ته خبرې کولې، د وړاندې تګ لپاره بشري حقونه، ولسواکي او سیاسي تنوع ضروري عناصر وبلل.

دا کنفرانس د نوي ډیلي د څېړونکو د بنسټ له لوري ترتیب شوی و.

ښاغلي اتمر وویل، د سولې د پروسې د یوه مهم عنصر په توګه د بهرنیو ځواکونو وتل باید د بهرنیو وسله والو سختدریځو له وتلو سره مشروط وي.

د ده په وینا دا بهرني وسله وال له طالبانو سره ملګري دي او د افغانستان د حکومت پر ضد بریدونو ته دوام ورکوي.

اتمر، چې د حامد کرزي د ولسمشرۍ په دوره کې د کورنیو چارو وزیر و، وايي چې په سیمه کې چټک جیوپولیټیک بدلون هند څنګ ته کړی دی.

ده له نوي ډیلي وغوښتل چې د امنیتي همکارۍ او بشري مرستو په برخو کې خپل رول ته دوام ورکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د بین الافغاني خبرو په اړه وویل، د افغانانو ترمنځ د خبرو پایله به د ملګروملتو امنیت شورا ته وړاندې شي چې د نړۍ ستر قدرتونه او د نړۍ اغېزمن هیوادونه په بین الافغاني خبرو کې د شویو پرېکړو تطبیق تضمین کړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.