اتمر د سعودي عربستان له ولیعهد سره د دوو هیوادونو پر اړیکو خبرې وکړې

 
تاند- د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر نن /چهارشنبه/ په ریاض کې د سعودي عربستان له ولیعهد، د وزیرانو د شورا مرستیال ريیس او دفاع وزیر شهزاده محمد بن سلمان سره ولیدل.

ښاغلی اتمر دوې ورځې وړاندې د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده سلمان په بلنه دغه هیواد ته تللی و.

حنیف اتمر په تېرو دوو ورځو کې د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزیر په شمول له یو شمېر چارواکو سره د کتنې ترڅنګ عمره وکړه.

د سعودي عربستان د خبري اژانس (وام) د راپور له مخې شهزاده سلمان او اتمر د دوو هیوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو د پراختیا پر لارو چارو او د تروریزم پر ضد د مبارزې په اړه خبرې وکړې.

اتمر د سعودي عربستان د ولیعهد، چې د دغه هیواد تر ټولو قدرتمن چارواکی دی، په بلنه دغه هیواد ته تللی دی.

سعودي خبري اژانس د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار او د خپل هیواد د ولیعهد د خبرو نور جزییات نه دي څرګند کړي.

سعودي عربستان په تېرو څه باندې لسو کلونو کې افغانستان ته شا اړولې وه، خو دغه هیواد ته د ولسمشر غني له څو سفرونو وروسته په افغانستان کې د سعودي عربستان لېوالتیا زیاته شوې او د څو لویو پروژو د جوړولو ژمنې یې هم کړي دي.

سعودي عربستان د افغانستان لپاره له یوې خوا په دې خاطر مهم دی چې پر پاکستان زیات نفوذ لري او پاکستان د افغانستان ضد تروریزم بس کولو ته هڅولی شي او له بلې خوا په دغه هیواد کې په لسګونو زره (ممکن په لکونو) افغان کارګر اوسي چې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره مهم دي او له سعودي سره ښې اړیکې د هغوی حقوق خوندي کولی شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.