ابراهیمي: سرپرست وزیران د وکیلانو په وړاندې له کینې ډک چلند کوي

 

دآزادی راډیو

د افغانستان ولسي جرګې یوځل بیا له حکومته وغوښتل چې په وزارتونو کې دې د سرپرستۍ لړۍ پای ته ورسوي او ژر دې کاندید وزیران د بارو رایو اخیستو لپاره ور معرفي کړي.

د ولسي جرګې رئیس وايي، د خلکو د کارونو د حل او د حکومتي دندو د اجرا پر وړاندې د سرپرست وزیرانو موضوع یوه جدي ستونزه ده.

عبدالروف ابراهیمي د دوشنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونده کې وویل سرپرست وزیران د وکیلانو او خلکو پر وړاندې له کینې ډک چلند کوي نو ولسمشر باید په دې اړه پرېکړه وکړي او کابینه قانوني کړي.
نوموړي زیاته کړه:

“سرپرست وزیران په رښتیا هم یوه جدي ستونزه ده، موږ یو ځل بیا له ولسمشر ه خواهش کوو چې کابینه معرفي کړي سرپرست وزیران له ټولو کینو او عقدو سره د وکیلانو او خلکو پر وړاندې چلند کوي چې دا د افغانستان په ګټه نه ده او ولسمشر مکلفیت لري چې کابینه قانوني کړي او د باور رای اخیستو لپاره نوې کابینه معرفي کړي.”

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ولسي جرګې نېږدې پنځه میاشتې وړاندې ۱۶ تنه وزیران د ۷۰ سلنې بودجې د نه ‌لګولو له امله استیضاح کړل چې اووه ‌یې د دوی له ‌خوا سلب صلاحیت شول.

حکومت دغه موضوع د تفسير لپاره سترې محکمې ته ولېږله او سلب صلاحیت شویو وزیرانو ته ‌يې د کار د دوام دستور ورکړ.

دغه‌ شان د يو شمېر ریاستونو او ولسوالیو تر څنګ د کانونو او پټرولیم، د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ، د قومونو او قبایلو او د اطلاعاتو او کلتور وزارتونه هم وزیران نه‎ لري او د سرپرستانو له‎ خوا اداره کېږي.

د افغانستان د ولسي جرګې رئیس وايي چې د ولسي جرګې اداري پلاوي دوه ځله له ولسمشر سره د کاندید وزیرانو د معرفي په اړه لیدنه کړې چې د هغه په وینا ولسمشر ورته ډاډه ورکړی چې ډېر ژره به په دې اړه تصمیم ونیول شي.

که څه هم جمهوري ریاست په دې اړه څه نه وايي، خو د حکومت اجرائیه ریاست وايي چې د کابینې په اړه په حکومت کې بحثونه روان دي او ډېر ژر به وروستي شي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

“په حکومت کې د کابینې د وزیرانو په اړه بحثونه روان دي په دې موضوع پرمختګ هم شوی او پلان دی چې ډېر ژر ټول نومونه نهايي شي، په ځانګړې توګه د هغو وزیرانو په اړه چې د پارلمان له خوا استیضاح شوي و، لا هم حکومت د سترې محکمې له ادرسه د اساسي قانون ۹۲ مادې تفسیر ته سترګې په لاره دی، کله چې هغه راورسېږي په دې اړه به بحثونه وروستي شي.”

بل خوا د ولسي جرګې غړی محمد علي اخلاقي وايي، په هغه وزارتونو کې چې د سرپرستانو له خوا اداره کېږي کارونه سم پر مخ نه ځي او خلک له ستونزو سره مخ دي چې حکومت باید دا ستونزه حل کړي.

د افغانستان ولسي جرګې د خپل سږني تقنیني کال په پرانیست غونډه کې هم له ولسمشر غوښتي و چې د دوی د کار له پیل سره دې د هغو وزارتونو لپاره کاندید وزیران د باور رایې اخیستلو لپاره وروپژني کوم چې د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.

راپور: رحمت الله افغان

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.