امنیتي ځواکونو سنګین ولسوالۍ کې د طالبانو لوی برید شنډ او مخالفین يې په شاوتمبول.

 

 

ورځ دوشنبه

۱۱/۱۱/۱۳۹۵

امنیتي ځواکونو د هلمند سنګین ولسوالۍ کې د طالب وسلوالو لوی برید شنډ او د نښتې په ترڅ کې یې ۱۳ وسلوال وژلي او شپږ نور یې ټپيان کړي دي.

مخالفينو نن سهار پلان درلود، چې د ملي اردو د دویمې لېوا پر يو شمېر پوستو ډله ييز بريدونه وکړي؛ خو د امنيتي او دفاعي ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ شول .

سنګین ولسوالۍ کې وسله وال مخالفين پر شا وتمبول شول، د دښمن ترهګريز پلان شنډ او د نښتې په ترڅ کې د لومړنیو معلوماتو په اساس ۱۳ مخالفین وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

سيمې ته هوايي او ځمکني تازه مرستندويه ځواکونه رسېدلي او پر وسله والو مخالفينو يې ګڼ بريدونه کړي چې اوس مهال دښمن له سيمې څخه تښتیدلی دی.

په درنښت

د هلمند ولايت مطبوعاتي دفتر

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.