پلوشه: پر ما جنسي تېری کوونکی تعویذګر ازاد ګرځي
دآزادی راډیو
د کندهار اوسېدونکې پلوشه چې د یوه تعویذ لیکونکي لهخوا ورباندې جنسي تېری شوی له حکومت څخه عدالت غواړي.
دغه ځوانه نجلۍ وايي، هغه تعویذ لیکونکی چې پر دې يې جنسي تېری کړی د دوو محکمو لهخوا په ۱۷کاله بند د محکومېدو سره-سره له بنده خوشې شوی دی.
اتلس کلنه پلوشه اته میاشتې مخکې د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې یو تعویذ لیکونکي ملا ولي جان ته چې په مخ پټي اغا مشهور و د تعویذ لپاره ورغله.
پلوشه وايي، تعویذګر پر دې جنسي تېری وکړ او پولیسو ته تر شکایت کولو وروسته هغه ونیول شو.
د پلوشې په وینا نوموړی د دوو محکمو لهخوا تر ۱۷ کاله بند محکومېدو وروسته اوس خوشې شوی دی.
پلوشه وايي، ملا ولي جان اوس سره د دې چې ازاد ګرځي دې او کورنۍ تهيې اخطارونه هم ورکوي.
نوموړې وايي:
“ملا ماته دا اخطار راکوي چي پر ما بېرته شاهدي ورکړه چې زه بېګناه یم که دا ونهوایئ، نو زه به دې کور در ونړوم زه د ۲۰۰ طالبانو مشر یم پلار به دې درووژنم.”
د پلوشې کورنۍ له حکومته عدالت غواړي دوی له مدني ټولنو بشري حقوقو او نړیوالو سازمانونو غواړي چې پر امنیتي ادارو دې فشار راوړي څو جنسي تېری کوونکی بېرته ونیسي.
د پلوشې مور وايي، ښايي ملا ولي جان د پیسو او واسطې په زور له بنده خوشې شوی وي.
د کندهار د ښځو چارو ریاست د دې پېښې په اړه ناخبري ښيي.
امنیتي چارواکو هم تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
په عین وخت کې په کندهار کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له زیاتوالي د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې حکومت باید دغه موضوع تعقیب کړي.
راپور: محمد صادق رښتینی
نظرات بسته شده است.