متقي د ځانمرګو بریدونو ملکي تلفات رد خو کابل کې د ښځینه معترضانو نیونه تایید کړه

 

تاند:( دوشنبه، د دلوې څلورمه) ‏‏‏د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي ناروې ته د سفر پر مهال نن د یوې خبري ناستې په ترڅ کې ونه منله، چې د ۲۰ کلنې جګړې په ځانمرګو بریدونو کې یې ملکیان په نښه کړي.

متقي د ملکي تلفاتو پړه پر بهرنيو او افغان ځواکونو واچوله.

د ده په وينا، طالبانو د خلکو په ملتيا د « وطن او اسلام» د‌ ګټلو په خاطر جنګ کړی او افغانستان ته یې « ازادي» ترلاسه کړې ده.

طالب وزیر، چې مخکې یې په کابل کې د خپلو جنګیالیو له لوري د افغان ښځينه معترضانو بندیانول رد کړي وو، په لومړي ځل د هغوی د نیول کیدو موضوع تایید کړه.

ملا متقي ونه ويل، چې دغه ښځينه معترضانې طالب جنګياليو ولې نیولي، چېرته یې بیولي او څه به ورسره کیږي؟

مولوي متقي پرون د یوه لوړپوړي طالب پلاوي په مشرۍ د ناروې پلازمېنې اوسلو ته لاړ، چې د یو شمېر افغانانو تر څنګ د امريکا، اروپا او عربي هېوادونو له استازو سره د افغانستان پر ځینو موضوعاتو وغږیږي.

دوی پرونۍ ناسته له یو شمېر افغانانو سره وه، چې پخواني ولسمشر او د طالبانو مهم ملاتړي حامد کرزي یې هرکلی کړی دی.

د ناروې په پرونۍ ناسته کې د حامد کرزي د دفتر رييس عبدالکریم خرم، د طالبانو د څو ملاتړو سياسي ډلو مشرانو: سید جعفر مهدوي، سید اسحق ګیلاني او نورو ګډون درلود.

په دې ناسته کې د طالب پلوو څېرو پراخ ګډون ته په اشارې سره يو شمېر منتقدینو ویلي، چې په ناروې کې « طالبانو» له « طالبانو» سره لیدلي او د بين الافغاني مذاکراتو نوم يې ورکړی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.