د ط کابینې د مدرسو د فارغینو د اسنادو او ازبکستان سره د اوسپنې پټلۍ په اړه پریکړه وکړې

 

تاند:( سې شنبه، د جدي اته ویشتمه) د طالبانو د کابینې نولسمه غونډه نن د دوی د رئیس الوزراء ملا محمد حسن آخند په مشرۍ جوړه او پکې په مختلفو موضوعاتو بحثونه او پریکړې شوي.

د طالبانو د حکومت د چارو اداره وايي، چې کابینې د دیني مدارسو د فارغینو د اسنادو د ارزیابي او رتبو د تثبیت په اړه د ټاکل شوي هیئت لخوا چمتو شوې طرحه تصویب کړه.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه راز د دعوت او ارشاد ریاستونو تشکیل منظور او همدې ریاستونو ته د تیار شوي نصاب د کتنې لپاره د علومو اکاډمۍ د لوی رئیس شیخ فرید الدین محمود په مشرۍ لوړ رتبه هیئت وټاکل شو.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، په غونډه کې د خرڅلاو لپاره داوطلبۍ ته د CNG ګاز وړاندې کولو په اړه د معادن او پیټرولیم وزارت غوښتنه تصویب شوه او اقتصادي کمیسیون ته دنده وسپارل شوه چې تر څو د بهرنیو شرکتونو لخوا د پانګونې د قراردادونو څرنګوالی او شرائط په هر اړخیز ډول وڅیړي او خپل نظر دې د کابینې مجلس ته وړاندې کړي.

د طالبانو کابینې له ازبکستانه پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ د پروژې د مسیر او ځمکنۍ سروې په اړه هم بحث او پریکړه وکړه، تر څو په نږدې راتلونکې کې په دې پروژه عملي کار پیل شي.

د طالبانو کابینې د دوی د کورنیو چارو وزارت لخوا د پولیسو لپاره انتخاب شوی یونیفورم له معمولي تغیر سره تصویب کړ.

دغه راز د مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ هیئت ته دنده وسپارل شوه، تر څو پر دولتي ادارو د بریښنا شرکت، افغان پُست، افغان ټیلکام او نورو شرکتونو د قرضو موضوع وڅیړي او د حل لاره د کابینې مجلس ته وړاندې کړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.