طالبانو ته د ولسمشر غني د استعفا په هکله د افغان حکومت ځواب

 

تاند (جمعه د دلوې ۱۰) د افغانستان حکومت وايي د ولسمشر دوره اساسي قانون ټاکلې ده او محمد اشرف غني به د خپلې پینځه کلنې دورې تر بشپړېدو وروسته واک هغه چاته وسپاري چې د افغانانو د رایو پر اساس وټاکل شي.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه دغه څرګندونې د طالبانو د هغو خبرو په ځواب کې کړي چې ویلي یې دي، دوی سولې ته حاضر دې، خو ولسمشر غني دې استعفا ورکړي، تر څو د سولې خبرو پر وړاندې خنډونه ختم شي.
د طالبانو د مرکچي او سیاسي دفتر پلاوي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی د یوه پلاوي په ملتیا روسیې ته تللی او هلته یې له روسي چارواکو سره تر خبرو وروسته نن په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل، که ولسمشر اشرف غني همدا نن استعفا ورکړي، دوی سولې ته حاضر دي.

ستانکزی وايي، د سولې لپاره یواځیني خنډ د ولسمشر غني حکومت دی او د امریکا او طالبانو ترمنځ په شوي تړون کې د نوي اسلامي حکومت په تړاو ویل شوي او باید د دې هوکړې له مخې په افغانستان کې نوی حکومت رامنځته شي.

نوموړی زياتوي: «د بهرنيو ځواکونو په شتون کې موږ وسله پر ځمکه نه شو ایښودلی. که همدا اوس اشرف غني له جنګه لاس واخلي او ووايي چې زه استعفا کوم او د نوي حکومت لپاره د سولې قرباني ورکړي…. په همدې دلیل هم مذاکرات کوو.»

خو د ده په خبره، اشرف غني هڅه کوي خپل واک ته دوام ورکړي، که په يوه نظام توافق ته ورسېږو، اوربند کېږي.

د هغه په وینا، دوی داسې حکومت غواړي چې د افغانانو اکثريت يې غواړي، د ټولو په ځانګړي ډول د ښځو حقونه به په کې خوندي وي، د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه به کوي، د جعفریه فقهې ټولو اصولو ته به احترام لري او د دې مذهب پیروان به په راتلونکي کې په خپلو ټولو مذهبي چارو کې ازاد وي.

هغه وویل، طالبان له القاعده ډلې سره اړیکې نه لري او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې هېڅ بهرنی وګړی د دوی په لیکو کې نشته.

خو د امریکا د دفاع وزارت په تازه څرګندونو کې ویلي چې طالبانو د تاوتریخوالي کمولو او له القاعده ډلې سره د اړیکو پرې کولو په اړه خپلې کړې ژمنې لا هم نه دي عملي کړي او دا د دې لامل شوی، تر څو د سیاسي هوکړې له مخې حل لار سخته شي.

شېر محمد عباس ستانکزي پر افغان حکومت تور پورې کړ چې د سولې خبرو پر وړاندې خنډونه جوړي او نه غواړي چې افغانان یوې تلپاتې سولې ته ورسېږي، خو د افغان حکومت مرکچي پلاوي غړیو بیا ویلي چې طالبان په دویم پړاو مذاکراتو کې د خبرو مېز ته نه حاضرېږي.

د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې ولسمشر اشرف غني هم له «سي این این» خبري شبکې سره په یوې مرکې ویلي و چې له ټاکنو پرته به واک بل چاته انتقال نه کړي.

د نوموړي په وینا، د طالبانو ځان غوښتنه به د سولې پر روان بهیر منفي اغېز وکړي.

ولسمشر غني زیاته کړې چې افغان ټولنه شاتګ نه غواړي او په وینا یې هغه ټولنه نه ده چې د طالبانو پخوانۍ تګلاره ومني.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.