طالبانو د سولې لپاره خپل شرطونه او د سولې د لارې خنډونه اعلان کړل
تاند- وسله والو طالبانو د مسکو له غونډې وروسته په یوه اعلامیه کې د سولې لپاره خپل شرطونه او په دې لاره کې ستونزې تشریح کړي دي.
دې ډلې ویلي چې د اعتماد رامنځته کول ډېر مهم دي او لومړی باید امریکا او د افغانستان حکومت بندیان خوشي کړي.
دې ډلې همداراز له تور لیسته د طالب مشرانو د نومونو د ایستلو، د طالبانو د قطر د دفتر د رسمیت پېژندلو او د طالبانو خلاف د منفي تبلیغاتود پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده او ویلي یې دي چې دا اقدامات د سولې د خبرو لپاره د طالبانو هغه شرطونه دي چې باید د سولې د خبرو تر پیلېدو مخکې عملي شي.
دې ډلې د بهرنیو پوځیانو حضور، د اسلامي نظام نشتوالی، د سولې د احتمالي موافقې د تطبیق لپاره د باوري ضمانت نشتوالی، اساسي قانون او د امریکا له لوري د جګړې دوام په افغانستان کې د جګړې د عواملو په توګه یاد کړي دي.
دې ډلې د ملګروملتو، سترو قدرتونو، د اسلامي کنفرانس د غړیو او نورو همکارو هیوادونو له لوري د سولې د احتمالي تړون د تضمین غوښتنه کړې ده.
طالبانو د اساسي قانون په اړه ویلي چې د افغانستان اوسنی اساسي قانون له لوېدیځ څخه کاپي شوی او د افغانانو غوښتنو ته ځواب نه شي ویلی خو دې ډلې په عین حال کې د درې ګونو قواوو تفکیک او توازن تایید کړی دی.
طالبانو د ښځو په اړه ویلي چې د ښځو د کار، تعلیم، تجارت، ملکیت، میراث، د خاوند د انتخاب، امنیت، روغتیا او د ښه ژوند د انتخاب حق مني.
طالبان که څه هم په قطر کې اوس دفتر لري او د همدې دفتر غړیو د مسکو په کنفرانس کې ګډون وکړ خو دوی وايي چې د خبرو د ځای او د تماسونو لپاره دفتر د سولې لپاره ضروري دی.
دا ډله وايي چې اوس یو ښکاره او رسمي دفتر نه لري چې په هغه کې خبرې وشي
نظرات بسته شده است.