روغتیا وزارت: کابل کې انتحاري حملې ۳۱ کسان وژلي او ۵۵ يې ټپيان کړي
دآزادی راډیو
د افغانستان د روغتيا وزارت وايي، په کابل کې د نننۍ ځان وژونکې حملې د قربانيانو شمېر زيات شوى دى.
د دغه وزارت وياند وحيد مجروح ازادي راډيو ته وويل، د وژل شوېو کسانو شمېر تر ٣٠ اوښتى دى.
دی زیاتوي:
“د روغتيا وزارت د ارقامو له مخې په دې پېښه کې ٣١ کسان وژل شوي، ۵۵ تنه نور ټپيان شوي دي. د کابل امبولانس خدمات پر وخت خلکو ته رسېدلي، مړي او ټپيان پر وخت روغتونونو ته لېږدول شوي او د ټپيانو درملنه روانه ده.”
چاودنه د کابل د شپږمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې د تذکرو د وېش يوه مرکز ته څېرمه شوې ده.
بل خوا د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش ازادي راډيو ته ويلي، ځانمرګى بريدګر پلى روان و.
پخواني معلومات
د افغانستان حکومتي سرچيني وايي، په کابل کې نن سهار ځانمرګي بريد مرګ ژوبله اړولې ده.
چاودنه د کابل د شپږمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې شوې ده.
د روغتيا وزارت وياند وحيد مجروح شېبه مخکې ازادي راډيو ته وويل، په دې حمله کې ٩ کسان وژل شوي او تر ٥٠ زيات نور ټپيان دي.
دی وايي:
“له پېښې روغتونونو ته ٥٦ ټپيان او ٩ مړي لېږدول شوي دي.”
د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش ازادي راډيو ته وويل:
“دا ځان وژونکې حمله وه او حمله کوونکي منفجره مواد په ځان پورې تړلي وو.”
پخواني معلومات
راپورونه وايي، د کابل په شپږمه امنيتي حوزه کې يوه انتخاباتي مرکز ته نېږدې چاودنه شوې ده.
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند حشمت ستانکزي له ازادي راډيو سره په خبرو کې پېښه تأييد کړه.
دى وايي، د دې چاودنې د څرنګوالي او تلفاتو په اړه جزئيات نه لري، خو په وينا يې چې امنيتي ځواکونه په سيمه کې شته او ټپيان روغتونونو ته لېږدوي.
پخواني معلومات
د کابل ښار د پولیسو د ۶ مې حوزې مربوط د قلعه ناظر په سیمه کې یوه انتخاباتي مرکز ته څېرمه شوې ده.
د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي ازادي راډيو ته په خپلو خبرو کې د چاودنې دغه پېښه تأیید کړې ده.
نوموړي وویل چې د دغې پېښې د زیانونو په اړه تر اوسه معلومات په لاس کې نه لري.
د ده په خبره چې امنیتي ځواکونه په سیمه کې شته او د ټپیان په انتقال په حال کې دي.
نظرات بسته شده است.