مشرانو جرګې د ۱۳۹۶ کال بودجې طرحه له یو لړ وړاندیزونو سره تائید کړه

 

 

 

دآزادی راډیو

له تېرو څو اوونیو بحثونو وروسته د افغانستان مشرانو جرګې د ١٣٩٦ لمريز کال د بودجې طرحه له يو لړ وړانديزونو سره تائيد او د تصویب لپاره‌یې ولسي جرګې ته واستوله.

 

مشرانو جرګه وايي، د ۱۳۹۶ لمریز کال بودجه کې یو لړ ستونزې شته خو وایي دوی په دې برخه کې خپل مشورتي نظر ورکړی دی.

 

د دغې جرګې رئیس فضل‌الهادي مسلمیار د یکشنبې په ورځ د بودجې د طرحې له تائید وړاندې وویل چې په بودجه کې توازن په پام کې نه‌دی نیول شوی.

 

“واقعاً کومه بودجه چې وړاندې شوې ده خپلې نیمګړتیاوې او ستونزې لري، توازن او عدالت په‌کی په پام کې نه‌دی نیول شوی.”

 

خو ښاغلي مسلمیار وویل چې دوی په بودجه کې خپل مشورتي نظرونه ورکړي او هیله‌مند دي چې ولسي جرګه‌یې په پام کې ونیسي.

 

په همدې حال کې د مشرانو جرګې يو شمېر غړو د ولايتونو تر منځ د توازن په هدف د ٢٣ پراختيايي پروژو وړانديز هم وکړ څو د بودجې په طرحه کې شاملې شي.

 

خو د افغانستان مالیې وزارت دا خبره ردوي چې ګڼې په بودجه کې توازن په پام کې نه‌دی نیول شوی.

 

د دغه وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي د یکشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

 

“د بودجې په جوړښت کې توازن ته په اساسي ډول پاملرنه شوې ده، موږ دغه بودجه د بېلابېلو ارګانونو سره د مشورو پر اساس ترتیب کړې ده.”

 

د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې، د راتلونکي کال لپاره بودجه په مجموعي ډول ۴۶۵ میلیارده افغانۍ ده چی ٢٨٧ ميليارده‌یې عادي او ١۷٨ميليارده‌یې پراختیایي بودجه ده.

 

تر اوسه لا نه‌ده معلومه چې ولسي جرګه به کله د ۱۳۹۶ لمریز کال پر بودجې بحث وکړي، خو د دې جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر تر دې وړاندې ویلي وو که حکومت د وزیرانو د استیضاح او سلب صلاحیت په اړه د ولسي جرګې پرېکړې په پام کې ونه‌نیسي دوی به بودجه تصویب نه‌کړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.