سیا سي نهضتوبهیر په افغانستان کي

 

 

 

 

 

عبدالقیوم

د سیا سي نهضتوبهیر په افغانستان کي

Political Movements in Afghanistan

روښاني نهضت

بایزېد ( روښان) 

(۹۳۱- ۹۸۱)ه-بايزيد انصاري

بایزېد (روښان) په څو د لیلونو اکبر پادشاه د قران م د آ یاتونو په قول کافر او مشرک اعلان کړ.

۱ – اکبرپادشاه چي اخوند دروېزه یې هم پلوی دی”بیت المال” چي د خلګو او بیوزلو خلګو پیسې اومال دی. دی یې په عیاشیو، معشوقه بازیو، شرابوخوریو او نورو اعمالو مصروفوي، او په څنګ کي د دې د شاه ټول پلویان بیت المال ته زکات اوعشر نه تحویلوي. نو ځکه د مبارک آیت له مخي چي پاک الله په خپل کلام د فضلت په سوره کي (۷) ائیه کي فرمائیلي دي:” الذین لایؤتون الزکاة وهم بالا خرة هم کفرون” تر جمه: هغه کسان چي زکات نه ورکوي په اخرت کي کافران دي.

د دوی اعمال بایزېد روښان ته څرګنده وه چي دغه کسان نه یوازي دا چي خپله زکات نه ورکوي بلکی د خلګو مالونه چوره وي او بیت المال لوټوي. نوځکه بایزېد په ډاګه ویل؛ چي دغه شاه او د هغه پهلویان (اخند دروېزه اونور ) ټول غټ شیطانان دي. یا یې ویل د شاه پلویان (اخوان الشیاطین) دي، مانا دوی د شیطان وروڼه دي. نو د دوی پر ضد جهاد فرض عین دی. 

۲ – د تاریخي مطالعاتو له څیړلو او د جلال الدین اکبر پاد شاه د کړو وړو له څیړنو وروسته بایزېد خپلو پلویانو او خلګوته څرګنده کړه چي جلال الدین پاشاه د اسلام مقدس دین پر ایښی او ځانته یې بیل مذهب جوړ کړی دی. ده بودیزم، برهمنیزم، مسحیت په اسلام ګډ کړي دي یو واحد مذهب چي دی یې مشري کوي را منځته کړی دی. د دا شان بل مذهب جوړل د اسلام او شریعت مخالفت دي او عملي کوونکي یې کافر دي.

بایزېد روښان پدې پوهه سو چي مستقیماً نشي کولای د ډهلي دولت ته ماته ورکړي، نو ځکه یې خپل پیرو قوتونه را سمبال کړل چي پر جلال اباد حمله وکړي او اسا سي ځای (کابل) د مغولو له چنګاله ازاد کړي. بایزېد روښان یو( مجتهد) شخص وو، نوموړي دا حق او صلاحیت لاره چي (فتوا صاد ر او د جهاد اعلان وکړي) پدې خاطر خلګو د ده د جهاد اعلان ته لبیک ووایه.

د بایزېد روښان مخالف او د ښمن (اخوند دروېزه) چي د ده پرضد او مخالفت یې د هري وسیلې کار اخیستی په علمي لحاظ دې مقام ته لا نه وو رسیدلی چي د بایزېد فتوا رد او خپل فتوا صادره کړي. نو یوازي یې د مغولي امپراتوری په ګټه د بایزېد روښان پر ضد تبلغات کول.

بایزېد روښان په ډاګه د اکبر پاد شاه او د هغه د درباریانو پر ضد جهاد په سراسر مشرقي سیمو کي راشروع کی، چي د هند امپراتوري یې په لړزه را وستله. بایزېد پر خلګو ږغ وکړی : هر څوک چي آس لري ځین دي یې کړي، په هر کور کي چي ځوان وي توري ته دي لاس کړي د جهاد د لیکو سره دي یو ځای سي. ځکه اکبر پاد شاه کافر او مستبد دی، باید له منځه ولاړ شي، مال او دارایې یې په خلګو پوري اړه لري، اوستاسي مجاهدو غنیمت دی.

داخبره اخوند دروېزه په خپل اثر”مخزن الا سلام” کي د بایزېد روښان د خولې داسي را نقل کړېده:” زه لښکر برابروم ترڅو هند فتح کړم،هر څوک چي آس لري را دي سې د اکبرشاه دارائې زموږ ده” دروېزه زیاتوي : “خلګو بایزېد تاریک غواړي تاسو و غولوي، دی اشرار دی. غواړي په اسلامي هیواد کي شر اوجنګ را پورته کړي، چي دا د خدای ج او د هغه د رسول ص لاره نده، بر خلاف د اسلام پرضد ناروا عمل دی”

بایزېد روښان د اخوند دروېزهء ټولي هڅي په خپلو وعظونو کمزوري کړې او خپل اثر (صورت توحیدsurat-i-towhid ) په لیکلو سره خلګ او مجاهدین توحید او یوالي ته را و بلل. خپل ټول پیروان د اسلامي احساساتو سره سم راټول او د هند د بابري دولت پر ضد ئې سراسرۍ جهاد اعلان کړ.تر پښا وره یې خپل نفوذ ټینګ کړ،اما په پیښاور کي د کابل والي بایزېد روښان اسیر کړ او کابل ته یې له ځانه سره بندي راوړی.

اما بایزېد روښان په هغه بلاغت او فصاحت د کلام او روحاني شخصیت په لرولو سره یې د کابل درباریان تر خپل تاثیر لاندي را وستل، نو ځکه د کابل حکمران (محسین خان) ونشوای کولای بایزېد د ډیر وخت د پاره په بند کي وساتي،ځکه د خپلو درباریانو او خلګو له خوا د کابل والي ته ګواښ موجود سوو، نو هغه وو چي څو ورځي وروسته بایزېد روښان یې له قیده څخه ازاد کړ. بایزېد بیر ته د کابل څخه د هیواد ختیځ خواته راغی او د تیرا په سیمه کي یې مرکز ونیو. ژر یې څو زره سپاره او پلي پر ځان را غونډ بیا یې پیښاور او د وزیرستان سیمي تر خپل حاکمیت لاندي راوستې او پر جلااباد ښار یې خپل یرغل ته دوام ورکړ.

بایزېد روښان چي د خپل جهاد پواسط یې خلګ د امپراتوری پرضد چمتو کړي وه، دی پدې ښه پوهیدی چي پر جلااباد د ده یرغل شاید ناکامه سي مګر د عملاً خلګو ته دا ور په ډاګه کړه چي د ظلم او ناروا پر ضد و جنګیږي او د راتلونکي لپاره نور و نسلونو ته د مبارزې لاره خلاصه کړي. د جلال آباد جنګ چي بایزېد روښان په خپله رهبري کاوه دومره غښتلی وو چي د کابل والي (محسن خان) د جلال اباده تیښته وکړه، کابل ته ولاړ چي تازه دم قوه سمبال را ولي او د بل لوري د هند امپراتور مجبور سوو له دهلي څخه قوي لښکري د والي محسن خان د دفاع لپاره واستوي.

وروسته بایزېد هم په دې جګړه کي زیات کسان د لاسه ورکړل او په خپله هم شینوارو ته را پرشا سوو. اما د کابل والي چي د کابل څخه لښکري را وستې او د دهلي څخه لښکري را ورسیدې ټولو په ګډه پر بایزېد باندي حمله وکړل د همدې سخت جنګ په نیجه کي بایزېد روښان دشهادت جام و څښه. پیروانو یې په خورا غزت سره په ۱۵۸۵م کال کي د پیښاور ښار اړوند “اشتټغر” کي خاوروته وسپاره.چي تر اوسه یې عام اوخاص خلګ په زیات احترام زیارت ته ورځي دوعاوي ورته کوي. 

دبایزېد روښان مبارزې او شهاد ت د ولسونو د بیداري کچه لوړه کړه، خلګو په کلکه سره تکان وخوړ. او په زرګونه سپاره او پلي خلګو د د ښمن سره مبارزې ته را ووتل اود پیر روښان د آزاد ی بیرغ یې په لاس کي واخیست. او د بایزېد روښان د مشر زوی ( جلال الدین) ترشاه و درېدل. او په لسګونو، لسکونو کلونه د ده کورنۍ د ازاد ی مبارزې د قربانیو د ورکړي سره د وام لاره.

نور بیا

 

شپږمه برخه:

 

بایدزېد روښان  د خپل ژوند تر ورستۍ ورځي پوري د ګورګاني حکومت، د حکومت دپلویانو پیرانو او  ټګو ملایانو سره مسلحانه جګړي هم کړي دي.  د مثال په توګه کله چي د بایزېد روښان سر سخت دښمن اخوند درویزه و حسن خان  ته دپیر روښان د له منځه وړلو امر وکړئ، نو حسن خان  دخپلو لښکرو سره د جلااباد  له خوا پر بایزېد روښان باندي حمله وکړل، دې جنګ د ونیم کاله د وام وکړئ.  څو بایزېد پای پیاد  له هغه ځایه ژوندی ولاړئ. . . . .  

 

په لیکل سوپاڼوکي دروښانیانو د وره یاد هغوی د مبارزې او فعالیت شکل او ترتیب سره د دې چي (محبت او سود )یې شعارو، په څنګ کي مجبور سول چي د قلم او ژبي تر څنګ توري ته هم لاس واچوي. البته د محبت څخه د د وی  مطلب دانسانانو تر منځ د وستي او سود څخه ئې مطلب یوبل ته ګټه رسول  وه.

 

 که څه چي یو شمیرولیکلي دي چي خپله بایزېد روښان ډ ېر علم نه وو کړی، مګرد مخالیفیونو اعتراضونو ته ئې فوری داسي غاښ ما تونکې، سنجول سوي جوابونه ورکول چي خپله د پیرروښان سرسخت مخالف اخوند دروېزه  هم په دې  اعتراف کاوه چي بایزېد روښان یو فیلسوف دئ.

 

د بایزېد مخالفینو چي په ښکاره یې مشري اخوند درویزه کول د وی پر بایزېد تور لګاوه چي ده ویلي دي” خیرالبیان” یو اسماني کتاب دئ  د خدای له لوري پرما باندي نازل سوې دئ. ښاغلي محمد معصوم هوتک هم پدې باب داسي لیکي:

 

” دقلندر صاحب په وینا ” بایزېد هیڅکله هم داسي نه دي ویلي چي خیرالبیان یو اسماني کتاب دئ” دی  لیکي : د بایزېد د دښمنانو د دې د ادعا له مخي و چي بایزېد د میرزاحکیم دربار ته وروغوښتل سو. دبایزېد د مقابلې لپاره میرزاحکیم وقاضي خان ته وظیفه  ورکړې وه چي دبایزېد مقابل وکړي.

 

قاضي خان له با یزېد روښان څخه و پوښتل:

 

 اوریدل کیږي چي تاسي وایاست؛ ماته وحي کیږي؟

 

بایزېد روښان داسي وویل:

 

 رښتیا یې نه دي ویلي؛ زه وایم ما ته الهام او د غیبو ږغ کیږي.

 

بیا قاضي د بایزېد روښان څخه و پوښتل:

 

 د وسوسې، رحماني  او شیطاني  اواز تر منځ تفاوت او فرق څنګه کوې؟

 

بایزېد روښان داسي جواب ورکړئ:

 

 فرق  د وسوسې  او الهام درحماني او شیطاني اواز ترمنځ په ایت، حدیث او د مشایخو په اقوالو کوم. هر الهام چي د ایت، حدیث او دمشایخو د قول  سره سم وي هغه  درحماني الهام  په نوم پیژنم، او هغه چي مخالیف د ایت، احدیث او اقوالو وي، هغه وسوسه او شیطاني ږغ بولم، په اغوذبالله من شیطان الرجیم وایم.

 

بیا قاضي پوښتنه وکړل:

 

خلګ وائې : ته وائې ماته وحي سوېدي او دغه کتاب راباندي نازل سوی دئ، چي څلویښت سپارې دئ؟

 

بایزېد وویل:

 

هغه چي مدعیان وايې خلاف وايې. زه وایم چي خدای تعالی د الهام له رویه ما ته د یو کتاب د نزول امر وکړ. چي هغه “خیرالبیان”دئ. څلویښت بابه لري چي په هغه کي یې ذکر سته. کله څنګه چي غوثیه پر غوث الاعظم باندي د الهام پواسط نزول سوی دئ.

 

اما عوام الناس د وحي او الهام تر منځ په فرق نسي کولای.  بیله د لیله د وحي نوم اخلي او بخیلان د خپل بخل له مخي خبري کوي او د الهام پر ځای وحي یاد  وي.  دا مقابله د پیر روښان په ګټه تمامه سول”. 

 

 ملا اخوند دروېزه ننګرهاری چي دی  هم دعلم، پوهي او قلم خاوند و، د وظیفي له مخي چي د مغولي  اشغال ګرو لخوا ورکړل سوې وه، پر بایزېد روښان دهر ډول متهم کولو، حتا کتفیرولومخ وانه ړاوه، او د هغه پر ضد یې خپلي ناوړي ارتجاعي مبارزي ته د مغولو په ګټه د وام ورکړ.

 

د بلي خوا بابري د ولت یو شمیر خائن  خانان او ملکان  په پیسو، منصبونو او القابو باندي واخیستل هغوی دبایزېد  روښان یا روښاني نهضت پرضد د اشغالشګرو په ګټه کار کاوه لکه: ملک حمزهء اکوزائې او نورخانان.  مګر بایزېد روښان هیڅکله  دخپلي مبارزې څخه ترشا نسوو، تر آخیره یې د مغولي اشغالګرو او محلي ظالمو پرضد مبارزه وکړل.  د غه رنګه با بر او همایون هم د واړو دروښانیانو د خوځښت په وړاندی  د خپل توان په اندا زه مقابله اومخالفت کړي دئ.

 

 

 

د روېزه، ترمذي او پنجول ځکه باېزیداو روښانیان کافر بلل چي هغه د ساز او سرود اورېدل داسلام خلاف نه بلل د مذهب او دین  په پوښ کي په هغه جامعه کي چي پوهه نه وي  یالږ وي  او جهالت برلاسۍ وي  هلته د خلګو د ښمن قووتونه داسلام نما ملایانو پرلاس د مترقی نهضتونو د ټکولواوبد پیژند لو  دپاره  ښه کار اخیستل کیږي.  دلته وو چي بایزېد روښان د خلګو د ذهنیت د روښانتیا لپاره خپل بل اثر :

 

 مقصود المؤمنین؛ یې ولیکی. هغه پدې چي په منطقه په خاصه توګه ملایانوپه پښتو، او دري ژبه لیک او لوست نسوای کولای، مګر عربي یې لو ستلای سوای، د هغوی د پوهولو لپاره  شیخ عمر دا فکر و کړی چي پلار مي باید  یو څه په عربي ژبه ولیکي، بایزېد روښان هم دا کار وکړی مقصود المؤ منین  یې په عربې ژبه و لیکی. مرستیال څیړونکي داسي لیکي: 

“مقصودالمؤمنین هغه کتاب دی چې بایزید روښان په عربی ژبه او دخپل مشر زوی شیخ عمر په غوښتنه لیکلی دی .دغه کتاب ددوکتور میر ولی خان له یوی څیړنیزی مقدمی سره په څیړنیز ډول په 1985 عیسوی کال کې په اسلام آباد کې چاپ شوی دی .

اروښاد پوهاند استاد حبیبی د ادبیاتو په تاریخ کې لیکی چې لدې کتاب څخه اوس موږ د دوه خطی نسخو درک لرو چې یوه په لاهور کې او بله دحیدر آباد ددکن په آصفیه کتابتون کې خوندی ده . ددې کتاب د لاهور نسخه ۹۵ پاڼې لری او خط یې نستعلیق دی . پارسی ژباړه یې په سره خط او په تحت الفظی توګه ورسره لیکل شوی ده .

بایزید روښان مقصودالمؤمنین دخپل مسلک او اته مقاماتو په هکله لیکلی دی دغه کتاب ټول یوییشت بابونه لری چې په لاندی ډول دی : 

۱ – وعظ او نصیحت ، ۲- عقل، ۳- ایمان، ۴ – خوف، ۵ – رجا،  ۶- نفس،  ۷- شیطان،

۸ – قلب،۹- روح،۱۰- دنیا،۱۱- آخرت،۱۲- توکل او قناعت،۱۳- توبه 

او اته نور بابونه یې دبایزید روښان د اتو مقاماتو یعنی شریعت ،طریقت ،حقیقیت،معرفت ،قربت،وصلت ،وحدت او سکونت په هکله دی.

 

په واقیعت کي دروښانیانو د کورنۍ ټولې مبارزې طبقاتي شکل لاره. دا خوځښت د خپل وخت یوه سیاسي او منظم شکل د مبارزې و.ځکه دپیر روښان تر شهاد ت وروسته هم د  روښان کورنۍ او پیروانو یې دغه لاره نژدې ۱۷۰ کاله پر مخ یوړل.  باېزید روښان دهغه زوی شیخ عمرد شیخ عمر زوی جلاالدین  تر وروستۍ سلګی پوري د ظلم، خرافاتواو اشغالګرو په وړاندي  وجنګید ل.

 

واقیعت خوداد ی د باېذ روښان خوځښت چي دروښانیانو دخوځښت په نوم سره پیژندل کیږي دخپل وخت اوزمان یو پښتني مترقي، سیاسي، منظم خوځښت و.  نور بیا

 

 

 

 

 

 

 

  ´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´

 

 

 

 شیخ سراج الدين بايزيد (بایزېد انصاري، بایزېد مسکین، میا روښان او پیر روښان) په نومونو سره په تاریخونو کي یاد یږي د قاضي عبدالله زوی او د شیخ محمد لمسی په خټه اورمړ پښتون و. په (931ل) (1525ز) كال د پنجاب په (جلندر) د اورمړو د كلي (بركي) په يوې متوسطې كورنۍ كې دې نړۍ ته سترګې پرانستې دي.  بایزېد انصاري چي په پیرروښان مشهور وو د شیخ عبدالله انصاري زوی وو. شیخ عبد الله انصاري  د مشهور اولوی پیر شیخ سراج الدین انصاري له لمسیانوڅخه وو.  په ۹۳۱هـ-ق کال یا په بل شان  پرهند باندي د بابر تر واکمنۍ یوکال مخکي دجلندرپه ښار کي چي په پنجاب یې اړه درلوده هلته زېږېدلی دی. 

 

دا هغه وخت وچي بابر دهند سلطنت له سلطان ابراهیم لودي څخه د ۹۳۲هـ ق درجب دمیاشتي پر اتمه د جمعې په ورځ وینوی.  چي  د ۱۵۲۶ م کال  د اپریل  دماشتي له ۲۱ تاریخ  سره سمون لري.  دبایزېد انصاریا بایزېد روښان د مور نوم  “امینه” د ابوبکر جالندهري  لوروه.  د بایزېد روښان نوم  د ده پر مُهر باندي هک سوی دئ. 

 

  دی د خپل وخت لوی مفتکر، د ټولنې اصلاح کوونکی، د خارجي او پردي تسلط کلک مخالف او د اولسي مبارزو لارښوونکی او په عین حال کي ستر مذهبي مبلغ و چې پيروانو يې پير روښان باله.  په خټه  اورمړ پښنون و،دغه كورنۍ (اورمړ) تر اوسه پورې د وزيرستان په (كاني ګرم) كې استوګنه لري، چې په اورمړي ژبه خبرې كوي او هم يو شمیر يې د لوګر ولايت په (بركي برك) كې ژوند كوي، ژبه يې هم اورمړي ده. بايزيد له خپل تره شیخ خدایداد او خپلې مور سره په (1530)م کال له هند څخه (كاني ګرم) ته راغى او په دې سيمه كې يې ژوند اختيار كړ. بايزيد د خپل كوچنيوالي زياته موده خپل تره شیخ خدایداد سره تیره کړي دي.

 

متعصبو مخالفينو د پيرتاريک په نامه ياد اوه. مور يې بي بي امنه نومیدله او د حاجي ابوبکرجلندري  لور وه  کوم چې د پنجاب په جالندهر کي اوسیدله، او بايزېد هم الته په ۹۳۱ هـ سپوږميز نه تر۱۰۲۴ هـ سپوږميز کال کي وزېږېده.

 

ویل کیږي چې د بايزيد نيکه گان له کندهاره د وزيرستان و کاڼی کوړم يا کانی کرم سيمې ته تللي و او د بايزېد سکه نيکه شیخ محمد چې د وزيرستان په کاڼی کوړم کي اوسیدی، دوولس زامن یې در لودل او په دې دوولسو زامنو کي عبدالله د بايزېد پلار په فضيلت مشهور و او قاضيتوب يې کاوه. دا چې د بايزيد پلار څنگه په جالندهر کي د حاجي ابوبکرجلندري لور په نکاح کړه د پیښور فاضل او محقق ليکوال مولوي محمد عبدالقدوس قاسمي د خیر البيان په سريزه کي چې د پیښور د پوهنتون د پښتو اکیډيمی په ۱۹۶۷ م کال کي چاپ او خپور کړې دئ، داسي بيانوي:

 

د بايزېد نيکه شیخ محمد خپل يو بل زوی ته د حاجي ابوبکر جلندهري لور «بي بي امينه» غوښتې وه خو څنگه چې حاجي ابوبکر همدا يوه لور درلودله نو پر شیخ محمد يې شرط کښیښوده چې دده زوی  به له وزيرستانه جالندهر ته ورځي او دده لور به وزيرستان ته نه بيايي، هغه و چې د شیخ محمد زوی هم جالندهر ته ورغی هغه هلته ځوانيمرگ سو، او بي بي امينه کونډه پاته سوه، نو د هغه وخت د پښتنوالي دود او د ستور و چې د يوه پښتون کونډه بايد د کونډې د میړه ورور او يا نورو خپلوانو کړې وای.

 

نو شیخ محمد د خپل مړه زوی کوڼده بي بي امينه خپل فاضل او عالم زوی عبدالله ته ور په نکاح کړه او د دې دوهم میړه د پاره هم شرط دا و چې بايد جالندهر ته ورشي او قاضي عبدالله سره له دې چې په وزيرستان کي يې بل واده هم کړی و چې ماندينه يې فاطمه نومیدله او يو زوی يې هم ځينې درلود چې يعقوب نومیدئ بيا هم مجبور شو چې جالندهر ته ولاړ شي، هلته يو دوه کاله پاتې شو څو چې په (۹۳۱ هجري او ۱۵۲۴ عیسوي) کال د بي بي امينې له نسبه د عبدالله زوی پيدا شو او نوم يې ورباندې” بايزېد” کیښوده. نوربیا

 

بایزید (روښان) هغه مبارز و چي پیړۍ پیړۍ مخکي یې د پښتو په منځ کي د پوهي ډیوه لګول، د ظلم په وړندي یې ولسونه(نر اوښځي) سره یو کول، دخاریجی اشغالګر څخه دخلاصون مبارزه کول.

 

ویکیپېډیا، وړیا پوهنغونډ لیکي:”د بايزيد څخه چې د علم لار نيمگړې پاتې شوه نو د طريقت او تصوف لارې ته يې مخه کړه، شپې به يې په ذکر روڼولې او کله کله به روحي جذب دومره ورباندې غالب شو چې د رقص او سرود په مجلس کې به له ډېره شوقه د مجلسيانو سره په گډا هم سر شو. د ده د جذب دا کارونه د ده پر پلار چې مشهور عالم او قاضي ؤ ښه و نه لگیدل او د ځان بدنامي يې گڼله خو څه چاره يې هم نه شوای کولای که يې شاړه بدنامیده او که يې ساته رسوا کیده، او له بلې خوا د بايزيد زړه ورځ په ورځ د ميرې د بدې گزارې له امله له کوره سړېده او لومړی يې د خپل پلار او خپلې ميرې د استبداد په مقابل کې سر پورته کړ او پلار ته يې په ډاگه وويل چې نور نو زما گذران د ميرې سره گران دی ما ته د خپل جايداد څخه څه را بیله کړه چې زه په خپله پرې بوخت شم او ځان ته خپل گذران پرې وکړم. که څه هم پر پلار يې دا خبره دېره درنه پرېوتله خو د زياتې رسوايي له بیرې او د خلکو له شرمه يې د خپل جايداد څخه برخه وربیله کړه او بايزيد له پلاره بیل شو او د خپل يو تره شیخ حسن لور بي بي شمسو يې په نکاح کړه”

 

بايزېد په څلورو ژبو، پښتو، پارسي، عربي او د پنجابي په يوه لهجه پوهیدی او همداشان يې لیک لوست په کولای سول. د پښتنو دپاره يې په پښتو موزوني خبري جوړولې او پاړسيانو ته يي په پاړسي او هنديانو ته يي په هندي کو.

 

 د پير روښان د سياسي او ټولنيزو مبارزو پرڅنګ په ټولنه کي ادبي او فرهنګي بدلونونه هم موازي راغله او پښتو ژبه، چې په هغه وخت كې درباري ژبه نه وه؛ بلكې عوامي ژبه بلل كیده، فرهنګي ژبې ته ارتقا وموندله، ښه تكړه شاعران په کښي را پيدا شول؛ لكه ارزاني، ميرزا خان انصاري، دولت لواڼى او نور، چې د صوفيانه ادب په خصوصيت سره لوړ مقام لري.

 

بايزېد روښان، دده كورنۍ، پيروان او يو شمیر معاصرين د هیواد  د خپلواكۍ او ملي واكمنۍ د تر لاسه كولو په خاطر د وطن پالنې د پاك احساس له مخې نه ستړي كیدونكې مبارزې كړې، په دې لاره كې يې خپل سرونه قربان كړي او له بلې خواد  تصوف او مذهب په جامه كې يې ډېر پښتانه د خپلواكۍ په روحيه روزلي او هم يې په پښتو ادبياتو كې د خپلو خلكو د ويښولو په خاطر له ارزښت څخه ډكه پانګه زياته كړې ده.

د پير روښان د ژوند او مبارزې په هكله يې د كورنيو ليكوالانو په څنګ كې ډېرو اروپايانو، ناروېژانو، انګرېزانو، ايټالويانو، فرانسويانو، جرمنيانو او (پخواني شوروي اتحاد ) يو شمیر ختيځ پیژندونكو هم ددغه مترقي غورځنګ په هكله ليكنې كړي دي.

دا ښكاره خبره ده، چې په نړۍ كې ستر بدلونونه او انقلابونه د هغو كسانو له خوا رامنځته شوي، چې د محروميت دردونه يې ليدلي، په همدې اساس ويلاى شو، چې روښاني غورځنګ (نهضت) د پرديو زبیښاکګرو قوتونو پر ضد لومړنى ملي او مترقي غورځنګ دئ، چې په اّګاهانه توګه پيل او هڅه يې كوله، چې د بابر د كورنۍ ريښې له بیخه وباسي، چې ددغه مترقي غورځنګ په سر كې پخپله پير روښان ولاړ و.

 

” د بايزيد لوی مخالفت سيد علي ترميزي ( پير بابا) او د ده خليفه اخوند دروېزه وکړو. ترميزي په ۱۶۱۵ م کې مړ شو. هم هغه پير روښان ” پير تاريک” وباله. په پيښور کې اخون درويزه روښانيانوته د يو ديني مناظرې چيلنج ورکړو چې بايزيد ترې ډډه وکړه. خو د ده منونکو شمیره مخ په زياتیدو شوه. اکبر باچاد  خپل واک د ټينګولو لپاره دغسې ټول خلک له تورې ويستلي وو او روښاني تحريک اوس په يو سياسي قوت بدل شوی و. هغه يوسفزیو او خټکو ته د روښانيانو پر ضد ښه مراعات ورکړل او دې دواړو قامونو يې مخالفت پیل کړو. د بايزيد سره اپريدي په ملاتړ ولاړ وو، هم هغه وه چې ده په تيراه کې خپل مرکز جوړ کړو. هلته په داگه يې د مغل باچا اکبر پر ضد د جهاد ناره پورته کړه.

ده په څو جنگونو کې مغل پوځ مات کړو پدې جنګونو کي یې څلور زامن يې ووژل شول. د اکبر نامتو راجه بير بل د يو لوی پوځ سره جمرود کې ورباندې حمله وکړه او ممکن روښان په ۱۵۸۱ م کې په دې جنګ کې ووژل شو. خو ځينې سرچینې بیا وايي چې د مغلو سره د پير روښان وروستۍ ډغره په ننگرهار کې وه چې مغل والي محسن خان پکې پخپله برخه واخيسته. هغه په دې جنګ کې ماتې وکړه او صوابۍ ته ووتلو خو په ” ټوپۍ کې د يوسفزوله خوا راگیر او د ” توربيلې ” سره نږدې ووژل شو.د بايزيد د مرگ خبره مرموزه پاتې وه ځکه د ده مړی ورک شو.نوربیا

 

د لود یانو دسلطنت په د وره کي په خاصه د بهلول لودي په عصر کي  داسي کوښښ کیدی چي زیات پښتانه په هند کي میشت کي او په هغومیشتو پښتنو باندي خپله واکمني پر هند ټینګه کړي.  مګرد بهلول لودي لمسي ابراهیم لودي بیا ونسوکړلای چي هغه پښتانه  دځانه خوښ وساتي.  کوم چي پلار او نیکه یې خوښ ساتلي وه. دابراهیم لودي تر واکمن کیدولږ وروسته پښتنو د ابراهیم لودي د ملاتړ څخه مخ واړاوه  بابر ته ئې د مرستي لاسه ورکړی  د پښتنو د دې کار په نتیجه کي د لود یانو واکمني پای ته ورسیده.

 

بابر تر قدرت نیولو وروسته  په ډیر مهارت سره یو شمیر محلي خانان او ملکان واخیستل  او د یوسفزو څخه یې هم ځانته  ښځه وکړل. نو وروسته یې را نیول سوو او خپل کړو پښتني خانانو او ملکانو ته واک ورکړي، چي په خپلو سیمو کي هر څه  چي کوي کولای یې سي.  دغو ظالمو ملکانو، خانانو او د یوسفزیو هغه کورنیوچي د مغلو سره یې دوستي کړې وه.  دغوټولو ظالمانو  په ګده سره  پر بیوزلو ولسونوباندي  داسي چپه میچني چلولي،چي د خلګو د مال او ناموس پروا یې نه ساتل.

 

 بابر او کورنۍ یې پټ په زړونو کي  د پښتنو څخه  سخته کرکه او بیره لرل. کله چي بابر پرهند باندي خپله پوره  واکمني ټینګه کړل، تر هغه وروسته ئې د پښتون قوم و ځپلو ته ملا وتړل. بابر ته  د پښتنو کمزوري معلومه وه، ډیر ژر یې د پښتنو په منځ کي یو شمیر ځانګړي پښتني  کورنۍ په زر، زور او د سیسو واخیستلې.پښتانه یې خپلو منځنوکي سره وجنګول او د پښوئې و غورځول.

 

دبایزېد انصار کورنۍ چي د نورو پښتني کورنیو په شان د اشغالګر مغولي بابري حکومت  له  دې ډول ظلم  او ستم څخه په تنګ سول په  ۹۳۶هجري کال کي له (جالندهر) و (کاني ګورم) ته ګډه سول. بایزېد به(۷) کلن و، چي پلار ئې د ده مور پرې ښول. وروسته بایزېد ته په کورکي اوسیدل او کورنۍ ژوند خوند نه ورکاوه. کرار کرار ئې دخپلې کورنۍ څخه فاصله نیوله.

 

بایزید  په لمړي سر کي چي هرڅونه کوښښ وکئ څو کورته نژدې او یا له کوره لیري په سبق پسي ولاړ سي مګر پلار ئې ورته اجازه ور نه کړل. 

 

بایزېد روښان د وخت ټول مروجه علوم لکه(دعلماوو اوروحانیونوبیلا بیل فقهه علوم، د قران کریم تفسیر او مانا، دحاد یثو څیړل او دنصوحو(ایتونو، حدیثونو) کورته نژدې علما ؤ زده کړه  او تطبیق ریاضت، الجبر، عربي ژبه او نور علوم لکه اجتماعي  اوطبعي علوم دا ټول  یې  د خپل پلاره زده کړه.  بایزېد روښان په پښتو، فارسي، عربي او اوردو سم لیک او لوست کاوه. بایزېد روښان دخپل ماشوم توب څخه یومتحرک او د متفکر  فکر خاوند وو.

 

بایزېد روښان  د تصوفی مفکورې په لرلو سره تل دا هڅه لرل چي بیلا بیلوځایونو ته سفر وکړي.

 

بایزېد د خپل عمر په (۱۶) کي د پلار سره په تجارتي سفرکي برخه واخیستل.  د همدي  سفر په وخت کي یې د “سلیمان” اسماعیلي سره شناخت پیداسو، دهغه څخه یې  هم څه زده کړل. بل ځل د مرتاضان سره  يې وپیژندل چي له هغه څخه یې د(تناسخ ارواح)په هکله زده کړه وکړه ل.  بایزېد ورو ورو د (سیروسلوک)اته پړاوونه ووهل، پټ ذکر کول یې شروع په زړه کي یې د خدای درودونه ویل، او د اسم عظم په ذکر مصروف وو.

 

د بایزېد  تلاښ د وړکتوب څخه دا وو، چي د  یوه کامل پیر درجې ته ورسیږي. او د خپل دې ارمان د پوره کیدو په کار پسي یې پریکړه وکړل چي یو بل داسي  ځای ته کډه وکړي.  که یې و کولای سوای چي یو “موحد”پیداکړي او خپل حال ورته بیان کړي.  څو دعلم دحاصلو کار ورته اسانه سي.  دهغه وخت پراخ کندهار چي دعلم مرکز و، د خپلي ښځي بې بې شمسو په ټنګار سره بایزېد هلته د تلو بندوبست داسي وکړئ چي د (۷۰۰) تنګو مال یې واخیستۍ د یوه کاروان سره د کندهار خواته روان سو.  د مال رانیولو څخه یې مقصد  داوو، چي پر دغه مال به  هلته څه ګټه وکړي.  زیات  لیکوال همدا خبره لیکي چي بایزېد دغه کار دخپلي ښځي(بی بی شمسو) په خوښه او غوښتنه وکړی.

 

 کله چي  کاروان کندهار ته ورسیدئ  و بایزېد ته یو چا د یوه پیر پته ورکړل. خو کله چي  یې تر پیره پوري ځان ورساوه، بیا هم د بایزېد تنده ماته نه سوه، پدې چي د قلندر څخه چا ګټه نسوای کولای، ځکه قلندر خبري نه کولې.

 

بایزېد روښان چي یو پوهه او زیرک سړي وو دخپلو سفرونو په لړ کي له ډیرو د وخت مشرانو، خانانو، ملکانو سره  یې لیدل، دې خبري ته یې پام کاوه چي ولي مظلومان د ظالمانو په لاس ځوریږي؟ د دبابریانو د امپراتوری دښکیلاک بیلو بیلو سیموته یې تګ راتګ وکی.  په  هند، کندهار، پیښاور، کابل، غزنی، تیرا، بڼو او نور ځایونوکي وګرځیدئ او را وګرځیدئ.

 

د دې سفرو نو، ناستو ولاړو په وخت کي بایزېد روښان  ډیر څه  په سترګو ولیدل او ډیرڅه یې زده کړل.  په ده کي یې د یوسیاسې غورځنګ د جوړیدو روحیه ټینګ کړل. ځکه ده په خپلو سترګو ولیدل چي د مغولو والي بیرام خان په کندهارکي د خلګو په ژوندانه د کړاونو ډکي لوبي کولې. بایزېد روښان ولیدل چي څنګه د بیرام خان سپایانو په کندهار کي یوه ښځه د خپل سر په ویښتانو را ځوړنده کړي او څرخول.  دبایزېد له مغزو څخه د ده دژوند تر پایه دبیرام خان ظلمونه لري نسول.  بیا یې د پښاور په تیرا کي ولیدل چي د مغولو سپایانو خلګ د پیلانو تر پښولاندي کول او وژل.

 

نو ځکه بایزېد روښان خپلي پوهي، همت اوغیرت  دې ته و هڅاوه چي یوه دخلاصون لاره ولټوي.  داسي  یوه لاره چي و کولای سي پرګڼي پرځان راټولي، دعلماوو، روحانینو او یوشمیر ملکانو او خانانو پلوی  په مذهبي توګه ځان ته جلب او د مبارزې اساسي هسته را منځ ته کړي.

 

دلته دئ چي یو شمیر لیکوال ٫٫روښاني٬٬نهضت صوفیانه بولي. د دغه حرکت شکل په اوله کي  صوفیانه  و، کوښښ یې کاوه چي  د خلګوپه اذهانو کي دسولي او محبت تخم وکري او په دې توګه دسولي او امن فضا جوړه کړي.  د ظلمو د ولتمندو او اشرافو د همکاری څخه لاس واخلی. مظلوم اوناوسه ولسونه خپل تر منځ د ورور ګلوئ او د وستۍ لاسونه سره ورکړي. نوربیا

 

بایزید (روښان) هغه مبارز و چي پیړۍ پیړۍ مخکي یې د پښتو په منځ کي د پوهي ډیوه لګول، د ظلم په وړندي یې ولسونه(نر اوښځي) سره یو کول، دخاریجی اشغالګر څخه دخلاصون مبارزه کول.

 

ویکیپېډیا، وړیا پوهنغونډ لیکي:”د بايزيد څخه چې د علم لار نيمگړې پاتې شوه نو د طريقت او تصوف لارې ته يې مخه کړه، شپې به يې په ذکر روڼولې او کله کله به روحي جذب دومره ورباندې غالب شو چې د رقص او سرود په مجلس کې به له ډېره شوقه د مجلسيانو سره په گډا هم سر شو. د ده د جذب دا کارونه د ده پر پلار چې مشهور عالم او قاضي ؤ ښه و نه لگیدل او د ځان بدنامي يې گڼله خو څه چاره يې هم نه شوای کولای که يې شاړه بدنامیده او که يې ساته رسوا کیده، او له بلې خوا د بايزيد زړه ورځ په ورځ د ميرې د بدې گزارې له امله له کوره سړېده او لومړی يې د خپل پلار او خپلې ميرې د استبداد په مقابل کې سر پورته کړ او پلار ته يې په ډاگه وويل چې نور نو زما گذران د ميرې سره گران دی ما ته د خپل جايداد څخه څه را بیله کړه چې زه په خپله پرې بوخت شم او ځان ته خپل گذران پرې وکړم. که څه هم پر پلار يې دا خبره دېره درنه پرېوتله خو د زياتې رسوايي له بیرې او د خلکو له شرمه يې د خپل جايداد څخه برخه وربیله کړه او بايزيد له پلاره بیل شو او د خپل يو تره شیخ حسن لور بي بي شمسو يې په نکاح کړه”

 

بايزېد په څلورو ژبو، پښتو، پارسي، عربي او د پنجابي په يوه لهجه پوهیدی او همداشان يې لیک لوست په کولای سول. د پښتنو دپاره يې په پښتو موزوني خبري جوړولې او پاړسيانو ته يي په پاړسي او هنديانو ته يي په هندي کو.

 

 د پير روښان د سياسي او ټولنيزو مبارزو پرڅنګ په ټولنه کي ادبي او فرهنګي بدلونونه هم موازي راغله او پښتو ژبه، چې په هغه وخت كې درباري ژبه نه وه؛ بلكې عوامي ژبه بلل كیده، فرهنګي ژبې ته ارتقا وموندله، ښه تكړه شاعران په کښي را پيدا شول؛ لكه ارزاني، ميرزا خان انصاري، دولت لواڼى او نور، چې د صوفيانه ادب په خصوصيت سره لوړ مقام لري.

 

بايزېد روښان، دده كورنۍ، پيروان او يو شمیر معاصرين د هیواد  د خپلواكۍ او ملي واكمنۍ د تر لاسه كولو په خاطر د وطن پالنې د پاك احساس له مخې نه ستړي كیدونكې مبارزې كړې، په دې لاره كې يې خپل سرونه قربان كړي او له بلې خواد  تصوف او مذهب په جامه كې يې ډېر پښتانه د خپلواكۍ په روحيه روزلي او هم يې په پښتو ادبياتو كې د خپلو خلكو د ويښولو په خاطر له ارزښت څخه ډكه پانګه زياته كړې ده.

د پير روښان د ژوند او مبارزې په هكله يې د كورنيو ليكوالانو په څنګ كې ډېرو اروپايانو، ناروېژانو، انګرېزانو، ايټالويانو، فرانسويانو، جرمنيانو او (پخواني شوروي اتحاد ) يو شمیر ختيځ پیژندونكو هم ددغه مترقي غورځنګ په هكله ليكنې كړي دي.

دا ښكاره خبره ده، چې په نړۍ كې ستر بدلونونه او انقلابونه د هغو كسانو له خوا رامنځته شوي، چې د محروميت دردونه يې ليدلي، په همدې اساس ويلاى شو، چې روښاني غورځنګ (نهضت) د پرديو زبیښاکګرو قوتونو پر ضد لومړنى ملي او مترقي غورځنګ دئ، چې په اّګاهانه توګه پيل او هڅه يې كوله، چې د بابر د كورنۍ ريښې له بیخه وباسي، چې ددغه مترقي غورځنګ په سر كې پخپله پير روښان ولاړ و.

 

” د بايزيد لوی مخالفت سيد علي ترميزي ( پير بابا) او د ده خليفه اخوند دروېزه وکړو. ترميزي په ۱۶۱۵ م کې مړ شو. هم هغه پير روښان ” پير تاريک” وباله. په پيښور کې اخون درويزه روښانيانوته د يو ديني مناظرې چيلنج ورکړو چې بايزيد ترې ډډه وکړه. خو د ده منونکو شمیره مخ په زياتیدو شوه. اکبر باچاد  خپل واک د ټينګولو لپاره دغسې ټول خلک له تورې ويستلي وو او روښاني تحريک اوس په يو سياسي قوت بدل شوی و. هغه يوسفزیو او خټکو ته د روښانيانو پر ضد ښه مراعات ورکړل او دې دواړو قامونو يې مخالفت پیل کړو. د بايزيد سره اپريدي په ملاتړ ولاړ وو، هم هغه وه چې ده په تيراه کې خپل مرکز جوړ کړو. هلته په داگه يې د مغل باچا اکبر پر ضد د جهاد ناره پورته کړه.

ده په څو جنگونو کې مغل پوځ مات کړو پدې جنګونو کي یې څلور زامن يې ووژل شول. د اکبر نامتو راجه بير بل د يو لوی پوځ سره جمرود کې ورباندې حمله وکړه او ممکن روښان په ۱۵۸۱ م کې په دې جنګ کې ووژل شو. خو ځينې سرچینې بیا وايي چې د مغلو سره د پير روښان وروستۍ ډغره په ننگرهار کې وه چې مغل والي محسن خان پکې پخپله برخه واخيسته. هغه په دې جنګ کې ماتې وکړه او صوابۍ ته ووتلو خو په ” ټوپۍ کې د يوسفزوله خوا راگیر او د ” توربيلې ” سره نږدې ووژل شو.د بايزيد د مرگ خبره مرموزه پاتې وه ځکه د ده مړی ورک شو.نوربیا

 

 شیخ سراج الدين بايزيد (بایزېد انصاري، بایزېد مسکین، میا روښان او پیر روښان) په نومونو سره په تاریخونو کي یاد یږي د قاضي عبدالله زوی او د شیخ محمد لمسی په خټه اورمړ پښتون و. په (931ل) (1525ز) كال د پنجاب په (جلندر) د اورمړو د كلي (بركي) په يوې متوسطې كورنۍ كې دې نړۍ ته سترګې پرانستې دي.  بایزېد انصاري چي په پیرروښان مشهور وو د شیخ عبدالله انصاري زوی وو. شیخ عبد الله انصاري  د مشهور اولوی پیر شیخ سراج الدین انصاري له لمسیانوڅخه وو.  په ۹۳۱هـ-ق کال یا په بل شان  پرهند باندي د بابر تر واکمنۍ یوکال مخکي دجلندرپه ښار کي چي په پنجاب یې اړه درلوده هلته زېږېدلی دی. 

 

دا هغه وخت وچي بابر دهند سلطنت له سلطان ابراهیم لودي څخه د ۹۳۲هـ ق درجب دمیاشتي پر اتمه د جمعې په ورځ وینوی.  چي  د ۱۵۲۶ م کال  د اپریل  دماشتي له ۲۱ تاریخ  سره سمون لري.  دبایزېد انصاریا بایزېد روښان د مور نوم  “امینه” د ابوبکر جالندهري  لوروه.  د بایزېد روښان نوم  د ده پر مُهر باندي هک سوی دئ. 

 

  دی د خپل وخت لوی مفتکر، د ټولنې اصلاح کوونکی، د خارجي او پردي تسلط کلک مخالف او د اولسي مبارزو لارښوونکی او په عین حال کي ستر مذهبي مبلغ و چې پيروانو يې پير روښان باله.  په خټه  اورمړ پښنون و،دغه كورنۍ (اورمړ) تر اوسه پورې د وزيرستان په (كاني ګرم) كې استوګنه لري، چې په اورمړي ژبه خبرې كوي او هم يو شمیر يې د لوګر ولايت په (بركي برك) كې ژوند كوي، ژبه يې هم اورمړي ده. بايزيد له خپل تره شیخ خدایداد او خپلې مور سره په (1530)م کال له هند څخه (كاني ګرم) ته راغى او په دې سيمه كې يې ژوند اختيار كړ. بايزيد د خپل كوچنيوالي زياته موده خپل تره شیخ خدایداد سره تیره کړي دي.

 

متعصبو مخالفينو د پيرتاريک په نامه ياد اوه. مور يې بي بي امنه نومیدله او د حاجي ابوبکرجلندري  لور وه  کوم چې د پنجاب په جالندهر کي اوسیدله، او بايزېد هم الته په ۹۳۱ هـ سپوږميز نه تر۱۰۲۴ هـ سپوږميز کال کي وزېږېده.

 

ویل کیږي چې د بايزيد نيکه گان له کندهاره د وزيرستان و کاڼی کوړم يا کانی کرم سيمې ته تللي و او د بايزېد سکه نيکه شیخ محمد چې د وزيرستان په کاڼی کوړم کي اوسیدی، دوولس زامن یې در لودل او په دې دوولسو زامنو کي عبدالله د بايزېد پلار په فضيلت مشهور و او قاضيتوب يې کاوه. دا چې د بايزيد پلار څنگه په جالندهر کي د حاجي ابوبکرجلندري لور په نکاح کړه د پیښور فاضل او محقق ليکوال مولوي محمد عبدالقدوس قاسمي د خیر البيان په سريزه کي چې د پیښور د پوهنتون د پښتو اکیډيمی په ۱۹۶۷ م کال کي چاپ او خپور کړې دئ، داسي بيانوي:

 

د بايزېد نيکه شیخ محمد خپل يو بل زوی ته د حاجي ابوبکر جلندهري لور «بي بي امينه» غوښتې وه خو څنگه چې حاجي ابوبکر همدا يوه لور درلودله نو پر شیخ محمد يې شرط کښیښوده چې دده زوی  به له وزيرستانه جالندهر ته ورځي او دده لور به وزيرستان ته نه بيايي، هغه و چې د شیخ محمد زوی هم جالندهر ته ورغی هغه هلته ځوانيمرگ سو، او بي بي امينه کونډه پاته سوه، نو د هغه وخت د پښتنوالي دود او د ستور و چې د يوه پښتون کونډه بايد د کونډې د میړه ورور او يا نورو خپلوانو کړې وای.

 

نو شیخ محمد د خپل مړه زوی کوڼده بي بي امينه خپل فاضل او عالم زوی عبدالله ته ور په نکاح کړه او د دې دوهم میړه د پاره هم شرط دا و چې بايد جالندهر ته ورشي او قاضي عبدالله سره له دې چې په وزيرستان کي يې بل واده هم کړی و چې ماندينه يې فاطمه نومیدله او يو زوی يې هم ځينې درلود چې يعقوب نومیدئ بيا هم مجبور شو چې جالندهر ته ولاړ شي، هلته يو دوه کاله پاتې شو څو چې په (۹۳۱ هجري او ۱۵۲۴ عیسوي) کال د بي بي امينې له نسبه د عبدالله زوی پيدا شو او نوم يې ورباندې” بايزېد” کیښوده.

 

د پير روښان يو مهم کار دا و چې هغه په لومړي ځل پښتو ژبې د ليکدود لپاره په عربي کي ۱۳ ټکي ورزيات کړل. د ده مشهور کتاب خیر  البيان په څلورو ژبو، پښتو، فارسي، عربي او پنجابي کي د ده پخپل لاس ليکلی او د پښتو لومړی کتاب گڼل کیږي. روښان شاو خوا دولس کتابونه وليکل. په دې کي بر سیره پر خیرالبیان، مقصود المومنين، صورت توحيد، فخر، حالنامه، او خلوت د يادونې وړ دي. د ساري په توګه :مرستیال څیړونکي “حلمي” خیرالبیان داسي راښي:

 

خیر البیان : 

“خیر البیان دروښان په تصنیفاتو کې هغه مشهور کتاب دی چې نه یوازی دروښان په آثارو کې بلکې دپښتو ادب کې ځانګړی ځای او ارزښت لری . د آخوند درویزه په مخزن او هم دبستان کې دا خبره په متحده الفظه توګه راغلی ده چې خیرالبیان په څلورو ژبو یعنی پښتو، عربی ،پارسی او هندی ژبو باندی لیکل شوی دی . 

خیرالبیان ځانته خپل ځانګړی سبک لری چې ښاغلی استاد حبیبی هغې ته نیم عروضی سبک وایی . په ډیرو ځایونو کې د کلماتو تقدم او تاخیر ترسترګو کیږی، خو سره لدی هم د خیر الییان دنثر د سجع او قافیه له کبله دهغې په نثر کې ځانګړی زړه راښکون موجود دی او ددی ترڅنګ دپښتو ځینی سوچه کلمی هم پکې راوړل شوی دی . د بیلګی په توګه توری (حرفونه ) ، اټګل ( اندازه ) ، ژوی ( حیوانات ) ، نغوږل ( اوریدل ) او داسی نور.

دعربی ژبې په برخه کې دقران عظیم الشان مبارک آیتونه ، حدیثونه ، معقولی او داسی نور راغلی دی . دځینی آیتونو ژباړی او نورې لیکنی په هندی چې نن په پنجابی ژبه موسومه ده راغلی دی لکه :

« کلمة التوحېد کانت کلمة المولی / فقل منها وکلمة الشرک کانت للمشرکین فاحذر عنها ( سخنهای یګانګی هست سخن خدای پس بګو از سخنهای یګانګی وسخن شرک با خدای هست مر کافران را پس پرهیز کن از سخنهای کافران » هادی ویلی دی رحمت د خدای په ده دا کلام .

خیرالبیان د شریعت او طریقت څخه بحث کوی همدارنګه دلمونځ ،روژی ،زکوة ،حج او وحدة الوجود د مسلی بیان پکې راغلی دی.

د خیرالبیان دنثر بیلګه په لاندی ډول درپیژنو :

« او بایزید ریښتنی لار د انبیا ده دانبیا لار د هغه ده چې زما وپیژاندګلی وته بولی ادمیان ودع الی سبیل ربک انک لعلی هدی مستقیم په قران کې دی عیان . صراط المستقیم کان طریق النبیاء من یثبت فیه بلغ الی مقام الذی ان یخلص فیه عن شرک الخفی والعیان هادی ویلی دی رحمتی علیه هذه الکلام مرګ به ورشی و سړی ته ننګهان نشته دسړی په دنیا کې تل تر تله مقام » 

دیادونی وړ ده چې خیرالبیان په کابل کې هم داصلی نسخی له مخې په 1354 لمریز کال کې د اروښاد پوهاند رشاد په سریزه د افسیت په شکل چاپ شوی دی ، خو دچاپی ستونزو له کبله دلوستلو وړ ندی”.

 

په  هغو کتابو نوکي  چي دروښاني نهضت په هکله څه پکښي لیکل سوېدي ډیر ژور فکر سویدئ  پاخه نظریات تر سترګو کیږي چي د هغو ټولو له منځه  دغه درې نظرېد پام وړ دي.  یو شمیرلیکوالو اوڅیړونکو دغه نهضت یو عرفاني نهضت بللۍ دی  نورو ډیرو څیړونکو بیا روښاني نهضت یو ملي او عوامي نهضت ګڼلۍ دی .

 

 پر روښا نیانو باندي د لږو  لخوا دا انتقاد  سته چي وائې د ټولني د وه اړخیز شرایط ئې په پام کي ونه نیول. نو ځکه زه وایم که دغه  حرکت یو عرفاني، وو، بیانو دشرایطو په نظرکي نیول اونه نیول کم مفهوم نه لري.  په هر صورت  دا چي  اشغالګرو ورسره جګړه کول،  د وخت واکدارانو(مغولو) دروښاني نهضت  د نفوذ او پرمختګ مخه  نیول، د خپلو سر سختو ملایانو، پیرانو او اجنټانو لکه ( اخوند درویزه، پنجول) او ډیرو نورو په واسطه  د دې نهضت د کار  او غوړېدو ونیول، دا ثابتوي چي د اشغال او ظلم په خلاف یومترقي حرکت وو.

 

 د اشغال طرفدارو ملایانو پر باېزید روښان باندي  سخت تورونه ولګول.  پیر روښان ئې  (پیر تاریک) او کافر وباله. څو روښاني نهضت  مجبور سو د صوفیانه تبلغ پر څنګ قلم او توره د واړه وچلوي.

 

ویل کیږي باېزید روښان چي د پښتنو په منځ کي په یوه لوی ټبر پوري تړلۍ نه  و، یا د پښتنو یو لوی لوټبر یې ترشاه  ولاړ نه و، نو په همدې وجهه ده دروحانیت دلاري خلګ پرځان را ټول کړل. نه دا چي د باېزد دښمنانو به ویل ” باېزد په سرکي د پاچهی خیال لري” بلکي رښتیا همداسي وه.  ځکه  یوازي  باېزید روښا ن  نه بلکي تر ده وروسته زوی یې شیخ عمر پښتنو پاچا باله خپل عشر اوخراج ئې ده ته ورکاوه.

 

ترشیخ عمر وروسته دهغه زوی او د بایزېد لمسی جلاالدین  ئې هم ځان دپښتنو پاچا باله او د د وی د دښمن  اخوند دروېزه په قول چي د ټول هندوستان د نیولو فکر ورسره وو. نو داخبره ثابته ده چي روښانی نهضت یوه  سیاسي  اوملي بڼه خپله کړې وه. فکر کوم هغه پښتنه هم دلته جواب سوې وي، چي بایزېد”انصار” عرب  وو؟ نه  بایزېد یوه پښتون وو.

 

 یو روسی نوم وتۍ پروفیسر ” اسلانوف” وائې  چي زه د کلونو مطالعاتو او څیړنو په وروستیو کي دې  نتیجې ته ورسیدم .چي د باېزد روښان سروښان په خوځښت  کي مي هیڅ کوم خان، ملک اوملا تر سترګو نسو.د باېزید ټول مریدان  عوامي خلګ وه، باېزد هم ځان عامي بلی اولمسي ئې په روستائی مشهور و.

 

هندی تاریخ پوهه عبدالقاد ر “بدایونی”هم په خپلو لیکنو کي روښاني نهضت یو(کلیوالی) نهضت لیکی.

 

پدې شان په “تاریخ مرصع” کي هم دې خبري ته ایشارې لري.

 

پس ویلای سو چي “روښاني نهضت ” یو ولسی تحریک و.

 

په رښتیا هم بایزېد انصاري یا  روښانه پیر وکولای سولای دژوري مذهبي او روحاني مطالعې او څیړنو په اساس خپل شخصیت نه یوازي سیاسي بلکي روحاني شخصیت وګرځوي.  دی  پوهیدئ په دې چي په یوه شاته پاته ټوله کي روحانیت یوازني لاره ده چي کیدلای سي بیل بیل قومونه او پرګنې پرځان را غونډ کړي. ترڅو وکولای سي په خپلو سیمو کي د ظالمومستبدو خانانو او مکانو پرضد دبیوزلو اوبې چارو خلګو په مرسته طبقاتي مبارزې پر مخ بوزي اوله بلي خوا خپله ملي مبارزه  دښکیلاک ګرو ځواکونو یعني د مغلو د امپراتوری پرضد دخلګو دخپلواکي په لاره کي سمبال کړي.

 

 

 

 

 

 

 

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.