دوه افغان پېلوټان له روزنیز مرکزه له تېښتې وروسته په جرمني کې ونیول شول
تاند- د چک جمهوریت رسنیو نن /سې شنبه/ وویل، دوه افغان زده کوونکي، چې د دغه هیواد په پوځي اکاډیمي کې یې د پېلوټۍ زده کړې کولې، د قوماندانانو له اجازې پرته جرمني ته لاړل او هلته له نیولو وروسته په الوتکه کې پراګ ته ولېږل شول.
پراګ ډیلي مانیتر انګلیسي ورځپاڼې نن /سې شنبه/ لیکلي چې دا خبر د چک پرافو (Pravo ) ورځپاڼې پرون خپور کړ.
پرافو ورځپاڼه وايي، د هیلي کوپتر د دغو دوو افغان پېلوټانو اقدام د چک جمهوریت د قوانینو سرغړونه نه ګڼل کېږي خو د افغان چارواکو له لوري مسوول بلل کېږي ځکه چې دوی غوښتل چې زده کړې په نیمه کې پرېږدي او احتمالاً په جرمنی کې پناه وغواړي.
د پولیسو یوې ویندویې وویل «دوی د چک د اوسېدو وېزه درلوده، د چک له پولو د اوښتو اجازه یې هم لرله ځکه چې د شینګین غړي هیواد ته اوښتي وو. بناً دوی د قانون کومه سرغړونه نه ده کړې.»
پرافو ورځپاڼه وايي چې د چګ پولیسو د استخباراتي معلوماتو پر اساس د دواړو افغان پېلوټانو د موندلو لټه وکړه او بالاخره د جرمني پولیسو دواړه وموندل.
د هغوی نومونه نه دي ښودل شوي خو عمرونه یې ۲۰ او ۲۶ دي.
ویاندې وویل، دواړه افغان پېلوټان د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ له خپل هوټله بې درکه شول او د ورځې په پای کې په جرمني کې وموندل شول.
افغان پېلوټان د امریکا په مالي مرسته د چک جمهوریت د خصوصي کمپنیو له لوري روزل کېږي.
نظرات بسته شده است.