جرمني کې افغان سفیر د یو شمېر پناه غوښتونکو ایستل تائید کړل

 

 

 

د آزادی راډیو

څه باندې دولس نیم زره افغان پناه غوښتونکي له جرمني نه بېرته خپل هېواد ته استول کېږي.

 

په جرمني کې افغان سفیر تاییدوي چې د جرمني حکومت دا پرېکړه کړې، خو د یادو پناه غوښتونکو د ایستلو دقیقه نېټه نه ده معلومه شوې.

 

اکثر دا پناه غوښتونکو هغه څوک دي چې د کډوالۍ غوښتنلیکونه یې نه دي منل شوي.

 

د جرمنې حکومت د یوه سند له مخې ۱۲۵۳۹ افغانان ځکه بېرته خپل هېواد ته استوي چې د افغانستان ډېرې سیمې اوس امن بلل شوي دي.

 

دا سند یوې جرمنۍ ورځپاڼې «نوو اوسنابروسکرزیتونګ» په خپله پرونۍ ګڼه کې خپور کړی دی.

 

په دغه سند کې چې د جرمني د کيڼ اړخي ګوند د پوښتنې په ځواب کې صادر شوی راغلي چې له هغو ۲۴۷ زرو افغان پناه غوښتونکو نه چې د روان کال تر سپټمبره جرمني ته رسېدلي پنځه فیصده ایستل کېږي.

 

اخوا په جرمني کې افغان سفیر حمید صدیق ازادي راډیو ته تایید کړه چې دا پناه غوښتونکي د افغانستان او جرمني حکومتونو د تفاهم له مخې استول کېږي.

 

په جرمني کې افغان سفیر حمید صدیق.

په جرمني کې افغان سفیر حمید صدیق.

نوموړي زیاته کړه:

 

“زه معلومات لرم او د هغه تفاهم له مخې چې د افغانستان او جرمني حکومتونو کړی، هغه پناه غوښتونکي چې دوسیې یې بشپړې شوي او نه دي منل شوي بېرته خپلو هېوادونو ته لېږل کېږي.”

 

جرمني هیله ښودلې چې دا شمېر پناه غوښتونکي په خپله خوښه لاړ شي که نه په جبري توګه به وایستل شي.

 

تېر کال نهه تنه افغان پناه غوښتونکي له جرمني نه خپل هېواد ته لېږل شوي و او سږ کال تر دې مه ۲۷ تنه چې غوښتنلیکونه یې رد شوي بېرته افغانستان ته لېږل شوي دي.

 

ښاغلي حمید صدیق همداراز وویل چې له افغان پناه غوښتونکو سره د مرستو په خاطر یې هڅې کړي دي او په ټولو برخو کې ورسره پوره همکاري کېږي.

 

هغه زیاته کړه:

 

“باید پنځه کلن الکترونیکي پاسپورټونه ورته ورکړو، دا کار وخت نیسي، خو بیا هم زموږ دنده ده، ځینې کسان چې هیڅ اثناد هم نه لري موږ ورسره مرکې کوو او تر هغو چې ثابته شي چې افغانان دي ورسره لازمه مرسته کوو.”

 

له جرمني نه د پناه غوښتونکو له جبري ایستلو سره ډېرو د دې لپاره مخالفت کړی چې لا هم د افغانستان بېلابېل ښارونه د پام وړ امنیت نه لري.

 

یوازې په تېره اوونۍ کې په کابل او مزارشریف ښارونو کې وروستۍ چاودنې او انتحاري حملې د دغو نا امنیو روښانه بېلګې دي.

 

راپور: صفي الله ستانکزی

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.