جرمني وايي، باید ۱۲ نیم زره افغان پناه غوښتونکي بېرته خپل هیواد ته لاړ شي
تاند- د جرمني د کورنیو چارووزارت وویل، په دغه هیواد کې د ټولو افغان پناه غوښتونکو په سلو کې ۵ باید خپل هیواد ته بېرته لاړ شي.
د جرمني مطبوعاتو پرون د دغه هیواد د کورنیو چارووزارت دا پرېکړه اعلان کړه، ویې ویل چې دغه وزارت پتېیلې ده چې ۱۲ زره ۵۳۹ افغانان افغانستان ته ولېږي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان په مرکز او لویو ښارونو کې امنیت ښه دی او دا خبره چې په افغانستان کې هیڅ امنیت نشته د پناه غوښتلو دلیل کېدای نه شي.
د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په شپه په مزارشریف ښار کې وسله والو سختدریځو د جرمني په کونسلګرۍ تروریستي برید وکړ چې شاوخوا ۶ تنه یې ووژل او تر ۱۲۰ ډېر نور یې ټپیان کړل.
په جرمني کې مېشتو افغان پناه غوښتونکو څو ځلي د هغې موافقې خلاف مظاهره کړې چې د دغه هیواد حکومت د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت سره کړې ده.
د دې موافقې له مخې به په اوونۍ کې ۵۰ افغانان، چې د پناه غوښتنلیکونه یې درې ګونو محکمو رد کړي، بېرته افغانستان ته لېږل کېږي.
نظرات بسته شده است.