صدیقي: د کابل نننۍ انتحاري حملې ۴ تنه وژلي او ۱۳ یې ټپیان کړي
نن چهارشنبه سهار په اوو بجو او ۵۰ دقیقو د کابل دوهمې امنیتي حوزې اړوند پل محمود خان سیمه کې انتحاري حمله وشوه.
د افغانستان کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د کابل په نننۍ انتحاري حمله کې څلور تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.
د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې دا حمله د امنیتي ځواکونو په موټر شوې ده.
بلخوا د افغانستان جمهوري ریاست د کابل ښار نننۍ انتحاري حمله وغندله.
د ارګ اعلامیه کې د ولسمشرغني په نقل ویل شوي چې د افغانانو دښمنان د وحشت د خپرولو په هدف داسې حملې ترسره کوي.
له دې وړاندې د نوومبر په ۱۲ مه د بګرام په هوايي اډه کې انتحاري حملې څلور امریکایان ووژل او د یوه پولنډي سرتېري په ګډون یې ۱۶ ټپيان کړل.
پخواني:
نن چهارشنبه سهار په اوو بجو او ۵۰ دقیقو د کابل دوهمې امنیتي حوزې اړوند پل محمود خان سیمه کې انتحاري حمله وشوه.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې د کابل د دوهمې امنیتي حوزې پل محمود خان سیمه کې انتحاري حمله شوې چې په پایله کې یې ۴ تنه وژل شوي او ۱۱ ټپیان دي.
وړاندې تر دې صدیق صدیقي ازادي راډیو ته ویلي و چې دغه چاودنه د یوه مقناطیسي ماین له امله رامنځته شوې.
د دې پېښې مسؤلیت تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې نهدی منلی.
نظرات بسته شده است.