ولسي جرګې ۳ وزیران تایید او یو رد کړ

 

 

 

 

تاند- د افغانستان ولسي جرګې نن /سې شنبه/ ۴ نور وزیران استیضاح کړل خو ۳ یې تایید او یو رد کړ.

 

ولسي جرګې نن د کرنې او مالدارۍ، مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ، له مخدرو موادو سره د مبارزې او د انرژۍ او اوبو وزیرانو ته د هغوی په غیاب کې رایبکسونه کېښودل.

 

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزیر رد شو.

 

عبدالرزاق وحیدي ته د ولسي جرګې له ۲۰۱ حاضرو غړیو څخه  ۱۴۷ تنو د نه اعتماد رایې ورکړې.

 

له دې سره د شنبې له ورځې د ولسي جرګې له لوري د سلب اعتماد شویو وزیرانو شمېر ۷ ته ورسېد.

 

دې جرګې تراوسه ۴ وزیران تایید کړي دي.

 

د کرنې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر ته ۱۳۱ د اعتماد رایې ورکړای شوې، د ده د رد رایې ۶۲ وې. له مخدرو موادو سره د مبارزې وزیرئ سلامت عظیمي ته د ۷۱ مخالفو رایو په وړاندې ۱۱۴ د تایید رایې ورکړای شوې.

 

او د اوبو او انرژۍ وزیر ته ۱۱۵ د اعتماد رایې او ۶۰ د نه اعتماد رایې ورکړای شوې.

 

د لوړو زده کړو، پوهنې، ترانسپورت، بهرنیو چارو، فواید عامې او کار او ټولنیزو چارو وزیران سلب اعتماد شوي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.